په ننګرهار کې د سختو ورښتونو او د کورونو د نړېدو په پېښو کې ۱۳ تنه مړه شوي

ارشیف

د ننګرهار ولایت د طالبانو سیمه‌ییز چارواکي وایي چې د بارانونو او د کورونو د چتونو د نړېدو له امله ۱۳ تنه مړه شوي او ۱۹ نور ټپیان دي.

د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو آمر قریشي بدلون د سې‌شنبې په ورځ (۱۸ حمل) ویلي چې دا پېښې د تېرې شپې او ورځې په ترڅ کې رامنځته شوې دي.

هغه زیاته کړه چې په شیرزاد ولسوالۍ کې د یوه کور د چت د نړېدو له امله یوه ښځه او درې ماشومان مړه شوي دي.

د بدلون په وینا، په هسکه مېنه او شیرزاد ولسوالیو کې په ورته پېښو کې یو ماشوم او یو بل کس مړه شوي دي.

د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست هم په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د جلال‌اباد ښار د «انګورباغ» په سیمه کې د یوه کور د چت د نړېدو له امله پنځه کسان مړه شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

همداراز، پرون په خوست ښار کې د یوه کور د دېوال د نړېدو له امله درې ښځې مړې شوې او دوه ماشومان ټپیان شوي وو.