څلور کاله نه حال نه احوال او له اندیښنو ډک انتظار

محمود شاه حبیبي

د محمود شاه حبیبي مور اویا کلنه رقیه حبیبي وایي، له کله چې طالبانو د دې زوی نیولی دا دی کلونه شول، لاهم نه پوهیږي چې هغه چیرته دی.

امریکایي چارواکي ټینګار کوي چې حبیبي د طالبانو استخباراتو نیولی، طالبان وایي چې دا خبره سمه نه ده دوی ترې خبر نه دي.

د حبیبي مور رقیې حبیبي ازادي راډيو ته وویل چې د زوی یې هیڅ حال نه شته، امریکایان وایي چې طالبانو په کابل کې نیولی دی.

امریکایي چارواکي څرګندوي چې محمود شاه حبیبي د ۲۰۲۲ کال د زمري میاشتې په لسمه له خپلو یوشمیر همکارانو سره په کابل کې د طالبانو استخباراتو ونیو. حبیبي تر نیولو مخکې په کابل کې له « اسیا مشورتي ډلې» سره چې یو مخابراتي شرکت دی، کار کاوه. دی د طالبانو تر بیاځلي واکمنۍ وروسته په افغانستان کې پاتې شو.

حبیبي په تیر جمهوري نظام کې د افغانستان د ملکي هوایي چلند د ادارې رییس و.

د ده مور وایي، حبیبي تر نیولو درې میاشتې مخکې بهر ته تللی و او کابل ته تر ستنیدو څلور ورځې وروسته ونیول شو.

د حبیبي کورنۍ تر دې مخکې ویلي و چې طالبانو تورن کړی چې ده له امریکایي استخباراتو سره د القاعده شبکې د مخکني مشر ایمن الظواهري په موندلو کې مرسته کړې وه. دا تور په خپلواکه توګه نه دی تایید شوی. الظواهري د حبیبي تر نیولو لږ مخکې ۲۰۲۲ کال د جولای په ۳۱ په کابل کې د امریکایانو د برید په ترڅ کې ووژل شو.

رقیه حبیبي وایي، زوی یې له محاکمې پرته او د محاکمې له حکمه پرته بندي دی، دې په پوړیدلي غږ ازادي راډیو ته وویل:

« په دې څلورو کلونو کې هیڅ په خبر نه یوو، بس دومره پوهیږو چې له دوی« طالبان» سره دی، خو دوی انکار کوي. باور وکړئ، زه او پلار یې هره شپه تر سهار له اندیښنو خوب نه کوو»

د حبیبي مور زیاته کړه چې د حبیبي لپاره مې پنځه میاشتې په افغانستان کې تیرې کړې، درې میاشتې یې په کندهار کې وم، خو نه مې دی ولید او نه مې د طالبانو چارواکي:

« ویلي یې و چې یوازې یې خپله مور لیدلی شي، خو داسې ونه شول. زه د حبیبي میرمن، لورکۍ او مشر زوی مې چې له لندنه راغلی و، ټول کندهار ته ولاړو، ځکه چې زما مشر زوی ته یې ویلي و چې حبیبي د هبت اله اخندزاده په خپل میلمستون کې ساتل کیږي»

دې زیاته کړه، حبیبي چې یې ونیو، لور یې د یولسو میاشتو وه، اوس څه باندې څلور کلنه ده، تل خپل پلار پسې پلټي.

په دې ترڅ کې د طالبانو یوې سرچینې چې نه یې غوښتل د موضوع د حساسیت لپاره یې نوم واخیستل شي، وویل چې حبیبي د طالبانو په بند کې نه دی، دوی له هغه هیڅ خبر نه دي. دا څرګندونې تر دې مخکې د طالبانو ویاند ذبیح اله مجاهد کړې وې.

د طالبانو چارواکو په دې برخه کې د نور وضاحت لپاره د ازادي راډيو پوښتنو ته ځواب ونه وایه.

بلې خواته د امریکا متحد ایالتونو د حبیبي د ځای د موندلو لپاره پنځه میلیونه ډالر جایزه ټاکلې ده. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې دا پیسې به هغه چا ته ورکړي چې د حبیبي په موندلو او ستنولو کې مرسته وکړي.

د حبیبي موضوع یو ځل بیا د طالبانو له لورې په وروستیو میاشتو کې د ۶۴ کلن امریکایي زنداني دنیس کویل په شمول د څو تنو بهرنیو له خوشي کیدو سره رابرسیره شوه.

د راپورونو له مخې د دنیس کویل مور د طالبانو مشر ته لیک لیکلی و او له هغه یې غوښتي و چې زوی یې خوشي کړي، دې لیک پر ملا هبت اله اخندزاده اغیز کړی و او د کوچني اختر په مناسب یې د هغه د خوشي کیدو امر ورکړ.

طالبانو په تیرو څلورو کلونو کې د دنیس کویل، ترڅنګ لږ تر لږه پنځه امریکایان له بنده ازاد کړې دي، راین کوربت او ویلیام والاس مک کینټي د خان محمد په بدل کې، خوشي شول.

خان محمد په امریکا کې په عمري حبس محکوم و. دی د ۲۰۰۸ کال د ډسمبر په ۲۲ مه په کلمبیا کې د مخدر موادو او د نشه اي موادو د ترهرګرۍ په تورونو په دوه دورو حبس محکوم شوی و.

د امریکا د متحد ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو سږکال د مارچ په لسمه ویلي و چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان د هغو هیوادونو په فهرست کې شامل دی چې په ناعادلانه نیونو کې لاس لري.

د طالبانو مشرانو دا څرګندونې د خواشینۍ وړ بللې دي او ویلي یې دي چې ستونزې باید د خبرو اترو له لارې هوارې شي. خو روبیو طالبان تورن کړي دي چې د ترورستي تاکتیکونو له لارې د امتیازاتو په لټه کې دي.

د محمود شاه حبیبي مور رقیه حبیبي وایي:

« باید محاکمه یې کړي، که مجرم و، بندي دې کړي، خو اوس د جرم له ثبوت پرته زنداني دی».