په خوست کې د یوه دېوال د نړېدو په پېښه کې ۳ ښځې مړې شوي

په خوست کې د طالبانو سیمه‌ییز چارواکي وایي چې د دې ولایت په مرکز کې د یوه کور د دېوال د نړېدو له امله درې ښځې مړې شوې او دوه ماشومان ټپیان شوي دي.

د باختر دولتي خبري اژانس د راپور له مخې، دا پېښه د دوشنبې په ماسپښین (۱۷ حمل) د خوست ښار په ګنګیني کلي کې شوې ده.

د طالبانو چارواکو ویلي چې دېوال د بارانونو له امله زیانمن شوی و او وروسته راپرېوتی دی.

له پېښو سره د مبارزې د ملي ادارې د شمېرو له مخې، د وروستیو طبیعي پېښو لکه درنو بارانونو او سېلونو له امله د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې لږ تر لږه ۱۱۰ کسان مړه شوي او ۱۶۰ نور ټپیان دي.