د طالبانو حکومت وايي افغانستان له تاجیکستان، ازبکستان او ترکمنستان سره له دوه زره کیلومتره څخه اوږده پوله لري او اړتیا ده چې د پولي په اوږدو کې د امو سیند د غاړو د ټینګښت او د سرحدي نښو عصري کول په برخه کې په ګډه همکاري وکړي.
د داعش ډلې د ګواښونو په ګډون د ځینو تخریبي عناصرو فعالیتونه، د نشه یې توکو قاچاق، ناقانون کډوالي او له پولو ها اخوا تنظیم شوي جرمونه د دواړو لوریو ګډې اندېښنې ديامیرخان متقي
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي یکشنبه د حمل ۱۶مه په کابل کې د «افغانستان او منځنۍ اسیا د مشورتي خبرو» په غونډه کې دا همکاري د ګډو اندېښنو د حل لپاره اړینه وبلله او ټینګار یې وکړ چې له یادو هیوادونو سره د اړیکو پر وړاندې د خنډونو پر ضد پر وخت اقدامات شوي دي:
"د داعش ډلې د ګواښونو په ګډون د ځینو تخریبي عناصرو فعالیتونه، د نشه یې توکو قاچاق، ناقانون کډوالي او له پولو ها اخوا تنظیم شوي جرمونه د دواړو لوریو ګډې اندېښنې دي."
نوموړي وویل چې په دې غونډه کې د ازبکستان، قرغزستان، ترکمنستان، تاجیکستان او قزاقستان استازو ګډون کړی، خو دا چې دا غونډه څو ورځې دوام کوي په اړه یې جزیات نه دي خپاره شوي او تراوسه ګډون کونکو هیوادونو هم په دې اړه کومه اعلامیه نه ده خپره کړې.
په همدې حال کې د سیاسي او نړیوالو اړیکو یو شمیر کارپوهان وايي، د مرکزي اسیا هېوادونه د ترهګرۍ او نشهيي توکو د ګواښونو په اړه اندېښنې لري، نو هڅه کوي چې د طالبانو سره د اړیکو د پراخولو او تعامل له لارې دغه ګواښونه کنټرول او خپلې امنیتي او اقتصادي ګټې خوندي کړي.
په دې اړه نور:
د طالبانو حکومت د "افغانستان او منځنۍ اسیا د مشورتي خبرو اترو" کوربه دید نړیوالو اړیکو پوه او پخواني افغان ډیپلوماټ عزیز ارینفر ازادي راډيو ته وویل،
دغه هېوادونه د ترهګرۍ او په افغانستان کې د نشهيي توکو د تولید او قاچاق له پراخېدو څخه سخته ویره لري، نو ځکه هڅه کوي له طالبانو سره تعامل وکړي څو دا دواړه ناوړه پدیدې تر یوه حده کنټرول کړيعزیز ارینفر
"دغه هېوادونه د ترهګرۍ او په افغانستان کې د نشهيي توکو د تولید او قاچاق له پراخېدو څخه سخته ویره لري، نو ځکه هڅه کوي له طالبانو سره تعامل وکړي څو دا دواړه ناوړه پدیدې تر یوه حده کنټرول کړي، همدارنګه د امو سیند د اوبو موضوع، په ځانګړي ډول د قوشتیپې پروژې، د مرکزي اسیا ځینې هېوادونه اندېښمن کړي دي، نو هغوی هڅه کوي له طالبانو سره ښې اړیکې وساتي."
د سیاسي چارو پوه اسحاق اتمر هم وايي دا وضعیت کولای شي د لا زیات تعامل زمینه برابره کړي، خو د سیمې د هېوادونو د امنیتي اندېښنو د بشپړ حل لپاره کافي نه دی.
نوموړي یکشنبه د حمل ۱۶مه ازادي راډيو ته وویل:
" تر څو چې په افغانستان کې د افراطي او ترهګرو ډلو موضوع حل نه شي، زه فکر نه کوم چې د منځنۍ اسیا هېوادونه دې ډاډه شي چې امنیت یې تضمین دی، د دوی تل دا وېره ده چې افراطي ډلې په افغانستان کې لا هم فعالې دي."
د طالبانو حکومت تل ټینګار کړی چې په افغانستان کې یې د ترهګرو ډلو پر ضد اقدامات کړي او اجازه نه ورکوي چې د دې هېواد خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکارول شي.
له دې وړاندې د منځنۍ اسیا د بهرنیو چارو وزیرانو په څو بیلابیلو ناستو کې د سوله ییز او له نشه موادو څخه د پاک افغانستان غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی چې باید د ګډو امنیتي همکاریو له لارې د ګډو ګواښونو پر ضد مبارزه وشي.
دغه هېوادونو هم ټینګار کړی چې که څه هم دا همکاری مهمې دي، خو یوازې تعامل او خبرې کول کافي نه دي؛ عملي اقداماتو او امنیتي تضمینونو ته هم اړتیا شته څو ګواښونه په رېښتیني ډول مهار شي.
دا په داسې حال کې ده چې له ۲۰۲۱ کال، واک ته د طالبانو تر بیا ځلې رسېدو وروسته د افغانستان اړیکې د نړۍ د ډېرو هیوادونو سره محدودې شوي دي، خو په وروستیو کې د منځنۍ اسیا د هیوادونو هڅه کړې چې افغانستان سره د سوداګرۍ، ټرانزیټ او انرژۍ په برخو کې خپلې اړیکې پراخې کړي.
افغانستان د جنوبي او منځنۍ اسیا ترمنځ د یوه مهم ټرانزیټي مسیر په توګه ځانګړی اهمیت لري.
د افغانستان له لارې د « ټاپي » په نوم د ګازو د لېږد «کاسازر» د انرژۍ د لېږد او نور سوداګریز دهلیزونه او ریل پټلۍ هغه پروژې دي چې په تطبیق سره یې د سیمې د نښلېدو په برخه کې د افغانستان رول پیاوړی کېدلای شي.
تر اوسه روسیه یوازینی هېواد دی چې په د طالبانو حکومت یې په رسمیت پېژندلی دی.