د ناروې د کډوالو شورا: له جګړو بیځایه شوي افغانان بیړنیو مرستو ته ضرورت لري

بیځایه شوي افغانان-ارشیف

د ناروې د کډوالو شورا د هغو افغانانو لپاره د بیړنیو مرستو غوښتنه کړې ده چې د ډیورنډ کرښې ته څیرمه یې د پاکستاني ځواکونو د بریدونو له امله خپل کورونه پرې ایښې دي.

د افغانستان لپاره د ناروې د کډوالو د شورا مشر جاکوپو کاریدي د جمعې په ورځ وویل چې د دې جګړې له کبله په زرګونو کورنۍ مجبوره شوې دي چې نورو سیمو ته کډه وکړي او دا کورنۍ په ډیر بد حال کې ژوند کوي چې د ژوند له لومړنیو اسانتیاوو بې برخې شوې دي.

د پاکستان او افغانستان ترمنځ د پروسږکال اکتوبر میاشتې راهیسې اړیکي کړکیچن شوي او لارې بندې شوې دي، خو له څه باندې یوې میاشتې راهیسې دا جګړې سخته شوې دي او تر اوسه په سلګونو کسانو د دې جګړو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.