ټاکل شوې ده چې د روسیې، ترکمنستان او افغانستان تر منځ د یوه ترانسپورتي دهلیز د پرانیستو تړون لاسلیک شي.
روسي رسنیو خبر ورکړ چې د دغه مسیر طرحه په ایران کې د جګړو له امله د بدیلي لارې پر بنسټ وړاندې شوه او تایید شوه.
د روسیې د تجارتي مرکز رییس رستم حبیبولین د جمعې په ورځ وویل چې له دې لارې به د روسیې او افغانستان ترمنځ د مالونو لیږد رالیږد اسانه شي او اروپایي او اسیایي شرکتونه هم کولی شي چې له دې لارې استفاده وکړي.
د راپورونو له مخې د دې تجارتي دهلیز تړون به د « کازان فورم» د غونډې ترڅنګ لاسلیک شي.
ټاکل شوې ده چې د تاتارستان په پلازمینه کازان کې راتلونکې میاشت د سیمې پر اقتصادي-سیاسي-کلتوري موضوعاتو بحث وشي. په دوه زره پنځه ویشتم کال کې د « کازان فورم» په غونډه کې د شپږ نوي هیوادونو استازیو برخه اخیستې وه.