له خونړیو نښتو وروسته د طالبانو د حکومت او پاکستاني پلاوو ترمنځ په چین کې مذاکرات پیل شوي دي

په داسې حال کې چې د طالبانو حکومت او پاکستان ترمنځ نښتې پنځمې اوونۍ ته ننوځي، دواړو لورو چین ته خپل پلاوي استولي او ټاکل شوې نن هم سره مذاکرات وکړي.

په داسې حال کې چې د طالبانو حکومت او پاکستان ترمنځ نښتې پنځمې اوونۍ ته ننوځي، دواړو لورو چین ته خپل پلاوي استولي او ټاکل شوې نن هم سره مذاکرات وکړي.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت یوې سرچینې چې نه غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي، د پنجشنبې په ورځ «د حمل په ۱۳مه» ازادي راډیو ته وویل چې دا مذاکرات نن د چین په اورومچي ښار کې پیل شوي او د دوی له لوري پنځه کسان په کې شامل دي.

سرچینې وویل چې د دوی په پنځه کسیزه ډله کې د طالبانو د حکومت بهرنیو چارو وزارت د دفتر رئيس محب الله وثیق، د بهرنیو چارو وزارت درېیم سیاسي رئیس عبدالحی قانت، د دفاع وزارت استازی روح الله عمر، د کورنیو چارو وزارت استازی مولوي عارف الله او د استخباراتو عمومي ریاست استازی یحیی تکل شامل دي.

په یاد وزارت کې یوې بلې سرچینې وویل چې د دې مذاکراتو هدف د پاکستان او افغانستان (طالبانو حکومت) ترمنځ د وروستیو جګړو او کړکېچ د هواري پر سر خبرې اترې دي.

دا پلاوی د چهارشنبې په ورځ «د حمل په ۱۲مه» اورومچي ته رسېدلی دی.

سرچینو وویل چې د مذاکراتو له پای ته رسېدو وروسته به یې جزییات او پایلې شریکې کړي.

له بلې خوا د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي هم د پنجشنبې په ورځ په اسلام اباد کې د یوې خبري غونډې پر مهال خبریالانو ته یادو مذاکراتو ته د دوی د پلاوي رسېدل او د طالبانو سره د نښتو د پای ته رسولو لپاره د خبرو اترو پیلېدل تأیید کړي دي.

اندرابي وویل چې دوی د «خپل ثابت دریځ» سره سم ارومچي ته پلاوی لېږلی او ټینګار یې وکړ چې د «افغانستان مسؤلیت دی چې د دوی اندېښنو ته رسېدنه وکړي» او په خبره یې د "ترهګرو" ډلو پر وړاندې اقدام وکړي.

بلخوا پاکستانۍ ډان ورځپاڼې د چهارشنبې په ورځ د یو پاکستاني چارواکي په حواله راپور ورکړی چې دا خبرې اترې د سمدستي اوربند د تأمین لپاره نه دي او زیاته کړې یې ده چې پاکستان به تر هغه اوربند ته غاړه نه ږدي تر څو چې په ټکو یې، د دوی غوښتنې پوره شوې نه وي.

په ورته وخت کې، د پاکستان بهرنیو چارو وزارت کې یوې سرچینې ازادي راډیو ته د پنجشنبې په ورځ وویل چې د پاکستاني پلاوي مشري د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت کې د افغانستان او ایران د څانګې مشر سید علي حیدر ګیلاني کوي، خو د پلاوي د نورو غړو په اړه یې جزئیات ورنه کړل.

په ارومچي کې د طالبانو او پاکستاني پلاوو ترمنځ دا خبرې اترې په داسې حال کې کېږي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ نښتې چې د تېرې فبرورۍ میاشتې په ۲۶مه پیل شوي، پنځمې اوونۍ ته اوړي.

دې نښتو کې، د ډیورند کرښې په اوږدو کې دواړو خواوو او د پاکستان لخوا بیا ان پلازمېنې کابل باندې ډزې او هوایي بریدونه شامل وو.

ملګرو ملتونو وړاندې بېلابېلو راپورونو کې ویلي چې د افغانستان په ختیځ کې د تاوتریخوالي په لومړیو دوو اوونیو کې له ۷۶ څخه ډېر ملکي وګړي وژل شوي دي.

خو پاکستان ادعا کړې چې دوی عملیاتو کې د تحریک طالبان پاکستان په ګډون هغه وسله والې ډلې په نښه کوي چې د دوی پر ضد د افغانستان له خاورې فعالیت کوي، خو طالبانو په ځلونو دا تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې هېڅ چا ته د افغانستان له خاورې د بل هېواد پر ضد فعالیتونو ته اجازه نه ورکوي.

د یادونې ده چې په تېر میلادي کال کې هم د طالبانو حکومت او پاکستان ترمنځ په استانبول، دوحه او ریاض کې ورته خبرې اترې وشوې او سره له دې چې دواړه خواوو په کې اوربند وکړ، خو د دوی ترمنځ یې د تاوتریخوالي په کمولو کې کومه پایله ورنه کړه.