د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، تېره شپه (چهارشنبې)، په یوه تلویزیوني وینا کې د ایران پر وړاندې د امریکا او اسرائیل د جګړې په اړه وویل چې دا پوځي عملیات به په راتلونکو «دوو تر درېیو اوونیو» کې په شدت دوام وکړي.
هغه زیاته کړه: «موږ به دا کار پای ته ورسوو او ډېر ژر به یې ختم کړو.»
ټرمپ په خپله وینا کې د ایران په اړه وویل: «موږ به په راتلونکو دوو تر درېیو اوونیو کې هغوی ته ډېر سخت ګوزارونه ورکړو. موږ به هغوی بېرته د حجر دروې ته ور وګرځوو؛ یعنې هغه ځای ته چې په دوی پورې اړه لري.»
ده همداراز وویل چې د امریکا ځواکونه به «ډېر ډېر ژر» په جګړه کې خپلو ټولو هدفونو ته ورسېږي.
ټرمپ ټینګار وکړ چې د ایران پوځي وړتیا ډېره زیانمنه شوې او «د جګړې سخته مرحله پای ته رسېدلې ده.»
ولسمشر ټرمپ دا هم وویل چې د ایران واکمنو «۴۵ زره خپل وګړي چې اعتراض یې کاوه، وژلي دي»، او زیاته یې کړه که دغه حکومت اتومي وسلې ترلاسه کړې وای، نو کولای یې شول دا ډول کړنو ته «تر اتومي چتر لاندې» دوام ورکړي.
هغه ټینګار وکړ چې دا موضوع باید تر دې مخکې حل شوې وای.