د طالبانو او پاکستان پلاوي د چین په منځګړتوب د اوربند په اړه خبرې کوي

د طالبانو د حکومت یو پلاوی د چین ارومچي ښار ته تللی څو هلته له پاکستاني چارواکو سره خبرې وکړي.

تېره مياشت د پاکستان او افغانستان ترمنځ تر ټولو سختې نښتې پيل شوې، چې شدت یې اوس کم شوی خو لا هم روانې دي. دې نښتو دواړو لورو ته درنې مرګ ژوبلې اړولي دي.

اسلام‌اباد د طالبانو حکومت تورنوي چې وسله‌والو ته پناه او ملاتړ ورکوي، خو کابل دا ادعا ردوي او وايي چې دا د پاکستان کورنۍ ستونزه ده.

دواړه لورو د چين په منځګړيتوب بيا خبرې پيلوي، څو له څه باندې یوې مياشتې جګړې وروسته يوه دوامداره اوربند ته لاره هواره کړي. چارواکو ويلي چې دا خبرې د روانې جګړې د پای ته رسولو لپاره ترسره کېږي.

ځینو خبري اژانسونو ویلي چې د دواړو هېوادونو استازو په ارومچي کې سره ليدلي دي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت دا پرمختګ نه تایيد کړی او نه يې رد کړی، خو سرچينې وايي چې خبرې پيل شوې دي او ښايي د دواړو هېوادونو د ميليونونو خلکو لپاره د هيلې سبب شي.

د دواړو هیوادونو ترمنځ تاوتریخوالی وروسته له هغه زيات شو چې د طالبانو حکومت وويل په کابل کې د نشه‌يي توکو د درملنې پر يوه روغتون د پاکستان په هوايي بريد کې تر ۴۰۰ زيات کسان وژل شوي دي. د ملګرو ملتونو د بشري چارو دفتر ويلي چې د مړو شمېر لا هم تر ارزونې لاندې دی. پاکستان وايي چې ملکي هدفونه يې نه دي ويشتلي، بلکې د وسلو زېرمه يې په نښه کړې ده.

که څه هم دواړو لورو د کوچني اختر په ترڅ کې لنډمهالی اوربند کړی و، خو وروسته جګړه بيا په ټيټه کچه پيل شوه، په داسې حال کې چې مخکې د فبرورۍ او مارچ په مياشتو کې سختې نښتې شوې وې.

په وروستيو کلونو کې دا جګړه د دوو هیوادونو ترمنځ تر ټولو خونړۍ بلل شوې ده. په فبرورۍ کې پاکستان اعلان وکړ چې له افغانستان سره په «پرانيستې جګړه» کې دی. دې حالت نړيواله ټولنه اندېښمنه کړې، په ځانګړي ډول له دې کبله چې د القاعده او داعش په څېر ډلې په سیمه کې شته او ورسره دا وېره شته چې دا دلې له فرصت څخه استفاده وکړي.

سرچينې وايي چې دا وروستۍ خبرې وروسته له هغه پيل شوې چې دواړو لورو د چین د منځګړيتوب وړانديز ومانه.

د دواړو هېوادونو ترمنځ کړکېچ له مياشتو راهيسې دوام لري. وروستۍ جګړې هغه اوربند هم کمزوری کړ چې د قطر په منځګړيتوب د اکتوبر په مياشت کې شوی و.

ورپسې، د سولې خبرې چې په استانبول کې د نوومبر په مياشت کې شوې وې، د دوامدارې هوکړې په ترلاسه کولو کې پاتې راغلې.