د تورخم دروازه له پاکستانه د ستنېدونکو افغان کډوالو پر مخ بیا پرانستل شوه

په ننګرهار کې د طالبانو  سیمه ییز چارواکي وايي، تورخم دروازه له پاکستانه د ستنېدونکو افغان کډوالو پر مخ بیا پرانستل شوه.

په ننګرهار کې د طالبانو سیمه‌ییز چارواکي وايي، تورخم دروازه له پاکستانه د ستنېدونکو افغان کډوالو پر مخ بیا پرانستل شوه.

ننکرهار کې د طالبانو د والی دفتر سه شنبه د حمل ۱۱مه په هغه اعلامیه کې چې د خبریالانو واتس اپ ګروپ ته یې لېږلې یې خپور کړی ویلي چې د تورخم دروازه د بېرته راستنېدونکو افغانانو پر مخ پرانستل شوې ده.

په دوام کې راغلي چې بېرته ستنېدونکو ته د تورخم په عمري کمپ کې ټول چمتوال نیول شوی دی.

د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو امر قریشي بدلون هم په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي دي چې دا دروازه سې شنبه د حمل ۱۱مه یوازې د ټول کډوالو پر مخ پرانیستل شوې او هغوی کولای شي خپل مالونه په ارامه ډول بار کړي.

په همدې حال کې د ډیورنډ کرښې بلې غاړې ته د تورخم ښاروالۍ یوه پخواني کارکونکي صدرشاه خالد ازادي راډيو ته وویل چې دروازه د دواړو لوریو د چارواکو ترمنځ تر تفصیلي خبرو اترو وروسته خلاصه شوه او پرېکړه وشوه چې هره ورځ به د سهار له ۹ بجو د غرمې تر یوې بجې پورې د بېرته راستنېدونکو افغان کډوالو لپاره پرانستې وي:

"د پاکستان او افغانستان د چارواکو تر ناستو او لیدنو کتنو وروسته دروازه نن د بېرته ستنېدونکو افغانانو لپاره پرانیستل شوه، څو ساعته کیږي چې افغانان پرې تېریږي، او پرېکړه شوې چې دا دروازه به هره ورځ له سهار ۹ بجو نه د غرمې تر ۱ بجې خلاصه وي."

د تورخم ښارګوټي یو بل اوسېدونکي قاري نظیم ګل شینواری چې سوداګر او په دې ښارګوټي کې د کارګرانو استازی دی ازادي راډيو سره په خبرو کې ټینګار وکړو چې د تورخم دروازه باید په بشپړ ډول د هر ډول تګ راتګ لپاره پرانستل شي.

نوموړي وویل:

"موږ د دواړو لورو له واکمنانو او مشرانو غوښتنه کوو چې پر یو بل رحم وکړي، د سوداګرۍ او تګ راتګ لارې هم پرانیزي، د ویزې سیستم ته هم پام کړي څو هر افغان وکولای شي ازاد تګ راتګ وکړي، دغه راز هغه پاکستاني وګړي چې په افغانستان کې بند پاتې دي هغوی بیرته خپل وطن ته ستانه شي، موږ همدا هیله لرو."

دا په داسې حال کې ده چې د تېرې اونۍ د پنجشنبې په ورځ هم د تورخم دروازه د څو ساعتونو لپاره د ستنېدونکو کډوالو لپاره پرانستل شوې وه خو د شپې له لوري په تورخم کې تر لنډې نښتې وروسته بېرته وتړل شوه.

د ملګرو ملتونو او د کډوالۍ نړیوال سازمان یو شمېر کارکوونکو مخکې ازادي راډیو ته ویلي وو چې تېره میاشت په تورخم کې د سختې نښتې او د پاکستاني ځواکونو د توغندیزو بریدونو له امله د دوی بیلابیل وسایل او سیستمونه په ځانګړي ډول د کډوالو د ثبت او بایومټریک سیستم زیانمن شوی چې د بېرته راستنېدونکو د لېږد بهیر یې ګډوډ کړي.

خو د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو امر قریشي بدلون رسنیو ته ویلي چې تورخم کې عمري کمپ د کډوالو بېرته ستنېدنې ته چمتو شوی، تول کارکونکي سیمې ته رسېدلي او بیا راستنېدونکو ته لازم تدابیرهم نیول شوي دي.

د تورخم دروازه د تېرې فبرورۍ په ۲۶ مه د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د طالب او پاکستاني ځواکونو ترمنځ تر سختو نښتو وروسته د ستنېدونکو افغان کډوالو پرمخ وتړل شوه.

دا دروازه دغه راز له تېرو نږدې شپږو میاشتو راهیسي د دواړو لوریو ترمنځ د کړکیچ له امله د هر ډول سوداګرۍ او دواړو لوریو د ازاد تګ راتګ لپاره لا له وړاندې تړل شوې ده.

د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې میشت یو شمېر افغان کډوالو او دغه راز هغه افغانانو چې افغانستان ته د ستنېدو په تمه په لاره کې بند پاتې وو ازادي راډيو ته یې ویلي وو ژر ترژره دې دروازه خلاصه او دوی ته افغانستان ته د لېږد خوندي لاره برابره شي، چې لازیاتو ستونزو سره مخ نه شي.