وروستیو ورښتونو افغانستان او پاکستان کې ګڼ شمیر خلکو ته مرګ ژوبله اړولې

افغانستان کې سیلاب ځپلي وايي وروستي سیلابونه مرګوني وو،پراخ زیانونه یې اړولي اودوی مرستو ته اړ دي. افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي ې بیړني اقدامات یې کړي او زیانمنو کسانو ته یې خوراکي، نغدي او غیر نغدي مرستې رسولې دي. پاکستان کې هم ورښتونو او او سیلابونو لسګونه کسان مړه او ټپیان کړي دي.

د بادغیس ولایت یو اوسیدونکي محراب الدین د دوشنبې په ورځ د وري په لسمه ازادي راډیو ته وویل چې په دغو سیلابونو کې یې د دوه وریرونو په شمول څلور کسه په کلي کې مړه شول.

دا وروستي سیلابونه ډېر مرګوني وو، زموږ په سیمه کې یې زما دوه وریرونه له امله مړه شول، یو بل کس یې له همدې کلي یوړو، یو بل کس هم اوبو راوړی وو


“دا وروستي سیلابونه ډېر مرګوني وو، زموږ په سیمه کې یې زما دوه وریرونه له امله مړه شول، یو بل کس یې له همدې کلي یوړو، یو بل کس هم اوبو راوړی وو، دلته ټول ۴ کسان په سیلابونو کې مړه شول، زما یو وراره عبدالعزیز ۲۲ کلن او بل رمضان ۱۴ کلن وو.”

دغه راز د هرات د پښتون زرغون ولسوالۍ یو اوسېدونکی میرګل، چې په وروستیو سیلابونو کې سخت زیانمن شوی ازادي راډيو ته وویل چې د دوی کور سیلابونو له منځه وړی خو تراوسه ورسره هیڅ ډول مرسته نه ده شوې.

تر اوسه هېڅ مرسته نه ده رارسېدلې، موږ بې وزله خلک یو، یو د خټو کور مو لرلو هغه هم ونړیده


«تر اوسه هېڅ مرسته نه ده رارسېدلې، موږ بې وزله خلک یو، یو د خټو کور مو لرلو هغه هم ونړیده او د کور ټول وسایل مو تر خاورو لاندې شو، اوس هڅه کوو چې وسایل راوباسو، د کور غړي مو د خپلوانو کره تللي دي او له پرون راهیسي هیڅ ډول مرسته له موږ سره نه ده شوې، ان ګاونډیانو هم مرسته نه ده کړې، موږ پنځه کورنۍ په دې یو کور کې اوسېدونکو چې څلور کورنۍ زما د وریرونو او زما د زامنو وې چې تازه له ایرانه راستانه شوي وو اوس ټول بې کوره دي.»

بلخوا د ننګرهار د سپین غر ولسوالۍ اوسیدونکي فضل هادي پردیس د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د بارانونو له امله یې د کور دیوې خونې چت را پریوتی دی.

د مونږ د حجرې څلور دیواله را غورځیدلي ، چت یې را غورځیدلی دی ځاني زیان نلري مالي زیان لرو

“د مونږ د حجرې څلور دیواله را غورځیدلي ، چت یې را غورځیدلی دی ځاني زیان نلري مالي زیان لرو ، کلي کې د پیښې سیمه ورته وايي هلته تیره شپه آسماني تندر (صاعقه ) رالویدلې ،څلور کسان یې ټپيان کړي دي، او دیوې کوټې چت را پریوتی دی. “

فضل هادي پردیس زیاتوي چې په اچین ولسوالۍ کې سیلابونو د اوبو بندونه تخریب کړي دي.

که څه هم د طالبانو حکومت پیښو سره د مبارزې لپاره د چمتوالي ملي ادارې ویلي چې بیړني اقدامات یې کړي او زیانمنو کسانو ته یې خوراکي، نغدي او غیر نغدي مرستې رسولې دي، خو یو شمېر زیانمن شوي خلک وايي چې کورونه یې ویجاړ شوي، خو تر اوسه کومه مرسته ورنه ده رسېدلې.

افغانستان کې د طالبانو د حکومت چارواکي وايي چې په تېرو څلورو ورځو کې د سختو بارانونو، سیلابونو، د غرو ښویېدنې او تندر له امله د افغانستان په ۲۵ ولایتونو کې ۲۸ تنه مړه او ۴۹ نور ټپیان شوي دي.

د پیښو سره د مبارزې لپاره د چمتوالي ملي ادارې ویاند محمد یوسف حماد وايي سلګونه کورنۍ زیانمنې شوي دي.

د بارانونو، سیلابونو، د غرو ښویېدنې او تندر له امله له بده مرغه ۲۸ تنه هیوادوال شهیدان شوي او ۴۹ تنه ټپیان دي


«د بارانونو، سیلابونو، د غرو ښویېدنې او تندر له امله له بده مرغه ۲۸ تنه هیوادوال شهیدان شوي او ۴۹ تنه ټپیان دي، همداراز ۱۳۰ کورونه په بشپړه توګه او ۴۳۸ کورونه او ۱۰ دوکانونه په نسبي ډول زیانمن شوي دي.»

نوموړي زیاتوي دا پېښې د وري له ۶ مې تر ۱۰ مې نېټې پورې په کابل، کاپیسا، پروان، پنجشېر، بامیان، دایکنډي، پکتیا، پکتیکا، لوګر، زابل، کندهار، هلمند، هرات، غور، بلخ، بادغیس، سمنګان، سرپل، بغلان، تخار، جوزجان، فاریاب، بدخشان، ننګرهار او لغمان ولایتونو کې رامنځته شوي دي.

دافغانستان د ترانسپورت وزارت د هوا پیژندنې ادارې د سه شنبې ترورځې په ۱۴ ولایتونو کې د سختو بارانونو او سیلابونو اټکل کړی دی.

دغې ادارې کونړ، ننګرهار، میدان وردګ، لوګر، پکتیا ، پکتیکا، خوست، غزني، زابل ، غور، هرات، بادغیس، سرپل، او فاریاب ولایتونو کې د تیزو بارانونو، تالندې بریښنا او بادونو او سیلابونو اټکل کړی دی.

بلخوا د پاکستان خیبر پختونخواه ایالت کې هم دتیرې چهارشنبې راهیسې د وریا او سیلابونو له امله ۱۷ کسه مړه او ۵۶ تنه نورټپيان شوي دي.