له ګاونډیو هېوادونو افغانستان ته یو شمیر ستانه شوي افغان کډوال وايي، د تذکرو د ترلاسه کولو په پروسه کې د لوړو لګښتونو، پیچلو اداري پړاونو، او د تذکرو د ادارو د کموالي یا نشتوالي له امله له جدي ستونزو مخ دي.
باز محمد، چې په ایران کې له شاوخوا اته کلونو ژوند کولو وروسته نژدې نهه میاشتې مخکې افغانستان ته ستون شوی، ازادي راډیو ته وویل:
"موږ د تذکرې او د لګښتونو لپاره یې پیسې نه لرو، د چوک سر ته ځو چې کار ومومو، ان ۱۰۰ افغانۍ د لارې کرایه هم نه لرو، د تذکرې لپاره هر یو کس نه ۵۰۰ افغانۍ اخلي، له دې پرته د عکاسۍ، فوټو کاپي او نور لګښت یې موږ ۵ تر ۶ کسانو ته له درې تر څلور زرو افغانۍ اوړي."
پاکستان کې لوی شوی ۲۵ کلن عمر ګل چې شاوخوا اته میاشتې وړاندې افغانستان راستون شوی وایي، د کورنۍ له ۵۵ تنو غړو یې یوازې ۶ کسه تذکرې لري او د تذکرو د نه لرلو له امله نه دی توانیدلی چې خپل ماشومان په ښوونځي کې شامل کړي:
"ماشومان، مشران او ښځې ټول بې تذکرې دي، موږ دومره پیسې نه لرو چې درمل او خواړه واخلو، د تذکرې لپاره یو ځل کس ولایت ته لېږي، بیا ولسوالۍ ته؛ پیسې مصرفېږي،که ولسوالۍ ته هم ولاړ شو، یوه ورځ مدیر نه وي، یوه ورځ وایي ولایت ته ولاړ شه او ټاپه راوړه، زوی مې ښوونځي ته بیولی و، ویل یې بیرته یې کور ته بوځه، تذکره چې ونه لري، نه یې شاملوو."
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت تر کنټرول لاندې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د تیر کال د حوت په لومړیو کې اعلان وکړ چې د تابعیت د تذکرو د تصدیق فیس یې معاف کړی دی خو دا چې له دې وړاندې د نویو تذکرو تر لاسه کولو لپاره څومره فیس ټاکل شوی و د دې ادارې ویاند محمد حلیم رفیع په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.
په ورته وخت کې، د ناروې د کډوالو شورا (ان ار سي) وايي چې ډیری راستنیدونکي افغانان د تذکرو په ترلاسه کولو کې له ستونزو سره مخ دي، چې د دوی د ملاتړ او بیا مېشتېدنې بهیر یې له جدي ننګونو سره مخ کړی دی.
دې شورا د پنجشنبې په ورځ د حمله ۶مه په یوه راپور کې ویلي چې د بریښنایی تذکرو د صادرولو لګښت (۵۰۰ څخه تر ۷۰۰ افغانیو) او د عکسونو، فوتوکاپي او ترانسپورت په څیر جانبي لګښتونو، د اداري پیچلتیا اوږدې پروسې، او جنسیتي او ټولنیزو محدودیتونو، د راستنیدونکو لپاره دې سند ته لاسرسی ستونزمن کړی دی.
دې راپور کې راغلي چې د مالي او اداري ستونزو سربیره، د پوهاوي او کافي معلوماتو د نشتوالي له امله، د تذکرو د ترلاسه کولو غوښتنه ټیټه ده، چې د ملیونونو خلکو د پېژندنې د اسنادو ترلاسه کولو مخه نیسي.
«ان ار سي» ادارې زیاته کړې چې د تذکرې نشتوالی، چې اوس مهال په افغانستان کې په کاغذي او برېښنايي دواړو بڼو موجودې او اساسي خدمتونو ته د لاسرسي لپاره اړینې دي، تعلیم، روغتیایي خدمتونو، کارموندنې، د ملکیت حقونو او قانوني خوندیتوب ته لاسرسی کورنیو لپاره محدود کړی چې راستنیدونکي یې له امله زیان ګالي او د اوږدې مودې بې تابعیتۍ له خطر سره یې مخ کوي.
د طالبانو حکومت تر کنټرول لاندې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د تیر میلادي کال په وروستیو کې اعلان وکړ چې د برېښنايي تذکرو د ویش له پیل راهیسې د ۱۳۹۷ کال د ثور تر میاشت پورې، له ۱۷ میلیون څخه زیاتو خلکو تذکرې ترلاسه کړي چې ترټولو لویه ویش یې په کابل، هرات، کندهار، بلخ او ننګرهار ولایتونو کې ترسره شوی، او پر افغانستان د طالبانو له با واکمنېدو وروسته، له ۱۱ میلیونه ډیرې برېښنايي تذکرې صادرې شوې دي.
د دې ادارې په خبره، اوس مهال د کابل په ګډون په ټول هیواد کې ۸۱ د “اسان خدمت" او برېښنايي تذکرو د ویش مرکزونه موجود دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ (یو ان اچ سي ار) شپږ اونۍ مخکې ویلي وو چې تیر کال شاوخوا ۲.۹ میلیونه افغانان له ایران او پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي دي.
ډیری افغانان په تیرو څلورو لسیزو کې د جګړې، ناامنۍ او د کار د فرصتونو د نشتوالي له امله ایران او پاکستان ته کډوال شوي، او ځینې یې وايي د دوی ماشومان، چې په بهر کې زیږیدلي دي، اوس د پېژندنې اسنادو د نشتوالي له امله افغانستان ته د راستنیدو پر مهال له جدي ستونزو سره مخ دي.
د افغانستان تذکره د پیژندنې یو رسمي سند دی چې په هیواد دننه د وګړو د احوالو د ثبت ادارې او په بهر کې د افغانستان د ډیپلوماټیکو استازولیو لخوا افغانانو ته ورکول کېږي.
خو د افغانستان د یو شمیر لرې پرتو سیمو ځینو اوسیدونکو مخکې ویلي وو چې د تذکرو د ویش مرکزونو ته لاسرسی محدود دی او د ولایت مرکز ته سفر کول، اوږدې مودې انتظار او لوړو لګښتونو، دوی ته د تذکرو ترلاسه کولو پروسه ستونزمنه کړې.