د تورخم دروازه له خلاصېدو لږ وروسته بېرته تړل شوې

په تورخم کې د ملګرو ملتونو ځايي کارکونکو ازادي راډیو ته تایید کړې، چې تورخم دروازه د پنجشنبې په ورځ له څو ساعته خلاصېدو ورسته بېرته تړل شوې ده.

په تورخم کې د ملګرو ملتونو د کډوالو لویې کمېشنرۍ (یو ان اچ سي ار) او د کډوالو نړیوال سازمان ځینو کارکوونکو جمعه د حمل په اوومه نېټه ازادي راډیو ته وویل، دا دروازه چې له پاکستانه د کډوالو د ستنېدنې په خاطر د حمل په شپږمه ماسپښن په یو طرفه ډول پرانیستل شوې وه، ماخوستن بېرته وتړل شوه.

په تورخم کې د «یو ان اچ سي ار» یوه کارکوونکي چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي، د جمعې په ورځ «د حمل په ۷مه» غرمه مهال ازادي راډیو ته وویل:

"د شپې لس بجې وې چې ایمرجنسي حالت اعلان شو او لاره بنده شوه، موږ پرون ۳۴۴ کسان رسیف کړل چې راغلل او موږ ورته خدمتونه وړاندې کړل،۵۰ کسان اوله جوپه کې راغلل او بیا په ترتیب نور هم راغلل، نن مطلق «دا لاره» بنده ده."

نوموړی وايي، چې تورخم دروازه د دواړو لوریو تر منځ د نښتو له امله تړل شوې ده.

په تورخم کې د «ای او اېم» ادارې اړوند یو کارکوونکي هم چې د موضوع د حساسیت له امله یې نه غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي دا خبره تایید کړه:

"بیګاه یې جګړه کړې وه، نو دروازه یې بېرته بنده کړې ده، خو اوس هم (حالات) سم نه دي او کړکېچن دي، موږ ته هم اجازه تر اوسه نه ده شوې چې کار ته ورشو."

په ننګرهار کې د طالبانو چارواکو او دغه شان یو شمیر پاکستاني چارواکو هم تایید کړې چې د تورخم لار، چې پرون پرانیستل شوې وه، بېرته تړل شوې ده.

پاکستاني رسنیو د خپل هیواد د امنیتي چارواکو په قول ادعا کړې چې له یوې امنیتي پېښې وروسته چې په ترڅ کې یې د پاکستان یو امنیتي سرتېری ټپي شو، دا لار سمدستي بنده شوه.

دوی د پېښې جزییات نه دي څرګند کړي.

په ننګرهار کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ريیس قریشي بدلون هم ازادي تایید کړې چې پاکستان د تورخم دروازه بیا بنده کړې ده.

په تورخم کې د طالبانو د حکومت څو بېلابیلو ځایي سرچینو هم له ازادي راډیو سره په خبرو کې د دې موضوع په تایید سره ادعا کړې، چې لومړی د پاکستان له خوا په تورخم بازار کې د دوی پر یوې پوستې ډزې شوي چې په خبره یې چا ته په کې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

ازادي راډیو په خپلواک ډول د یو لوري ادعاوې هم نه شي تاییدولای.

په ورته وخت کې د افغانستان په ختیځ کونړ ولایت کې ډیورند کرښې ته د نږدې سیمو اوسېدونکي وایي د پنجشنبې له ورځې (د حمل د شپږمې) د پاکستان له خوا د پرله پسې هاوانونو شاهدان دي.

د کونړ ولایت د ناړۍ ولسوالۍ یوه اوسېدونکي او قومي مشر عبدالستار ایوبي د جمعې په ورځ له غرمې مخکې ازادي راډیو ته وویل:

"مرګ ژوبله نه ده شوې خو توپونه او هاوانونه راځي، دا لس دقیقې مخکې هم د پاکستان له خوا د تور کمر په نوم سیمه کې یوه پوسته ده چې له هغې خوا پر بریکوټ او پاشنګر سیمو چې انسانان یا وسایط وګوري، ډزې پرې کوي، همدا اوس هم ډزې جریان لري، خو بیګاه د پاکستان له خوا په ناړۍ ولسوالۍ دلته مرکزي ساحه کې اته یا نهه د توپ ډزې وشوې خو شکر مرګ ژوبله نه لري."

د افغانستان په ختیځ زون کې د طالبانو د استخباراتو یو ځایي مسوول چې د موضوع د حساسیت له امله یې نه غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي، په دې اړه یې ازادي راډیو ته وویل:

"هوایي مرمۍ کليو او ولس باندې لګېږي، اسلامي امارت تر اوسه پورې هم اوربند ته ژمن دی، خو دفاعي حالت کې دي، کله چې هغه لوري ډز وشي، بیا ځواب ورکوي، فعل حال ما سره له (ناړۍ) ولسوالۍ کسان موږ سره اړیکو کې دي او وایي چې مرمۍ راځي، خو د تلفاتو ارقامو په اړه لا معلومات نشته."

مخکې هم دواړو غاړو ته پر ملکیانو د بریدونو ورته د تلفاتو د اوښتلو ادعاوې شوي دي، د ملګرو ملتونو بېلابیلو ادارو هم وخت په وخت په دې نښتو کې د افغانستان غاړې ته ملکیانو ته د سر او مالي زیانونو د اوښتلو راپورونه ورکړي دي.

ازادي راډیو د افغانستان په پکتیکا ولایت برمل ولسوالۍ، د خوست په علیشیرو، د پکتیا په څمکنیو او د ننګرهار په مهمندرې او لعلپورې ولسوابیو کې هم د ډیورند کرښې ته نږدې ځایي خلکو سره اړیکې وکړې، خو دوی وویل چې لا یې سیمو کې ارامي ده.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي د پنجشنبې په ورځ «د حمل په ۶مه» اسلام اباد کې د یوې خبري غونډې پرمهال اعلان وکړ چې له افغانستان سره د لنډمهاله اوربند له پای ته رسیدو وروسته، دې هېواد پر افغانستان خپل پوځي عملیات بیا پیل کړي دي.

د پاکستان او طالبانو تر منځ دا نښتې او تاوتریخوالی د تېرې فبرورۍ میاشتې له ۲۶مې راهیسې پیل شوې دي خو د اختر په ورځو کې دواړو لوریو اوربند اعلان کړی و.