د واشنګټن او تهران ترمنځ د غیر مستقیمو خبرو اترو د امکان په اړه د بې باورۍ له زیاتېدو سره، پر ایران، اسرائیل او شاوخوا هېوادونو هوايي بریدونه، دوام لري.
په عین حال کې د امریکا دفاع وزارت پنتاګون سره لدې چې د پوځي اکمالاتو د کمي په اړه د رسنیو رپوټونه نه مني خو وايي چې څو امریکايي دفاعي کمپنیو سره توافق شوی چې په ځانګړې توګه ددافع هوا THAAD سیستم په شمول چې د منځني ختیځ جګړه کې ډیر کارول کیږي د تجهیزاتو او مهماتو تولیدات او زیرمې زیاتې کړي.
په عین حال کې سپینې ماڼۍ وویل ولسمشر ټرمپ اماده دی که ایران یې د جګړې د پای ته رسولو لپاره وړاندیزونه ومني نو په ټکو یې دوزخ به پرې جوړ کړي.
بلخوا تهران ویلي چې د خبرو نیت نلري.
ټرمپ د چهارشنبه په ورځ ( مارچ په ۲۵مه) د کانګرس جمهوري پلوو غړوته په وینا کې ټینګار وکړ چې سره لدې چې ایراني مرکچیان خبرې ردوي خو دوی په پټه د سولې په خبرو کې ښکیل دي.
ټرمپ وویل :
هغوی خبرې کوي، او ډېر غواړي چې یو توافق وکړي. خو وېرېږي چې دا څرګنده کړي، ځکه چې فکر کوي چې د خپلو خلکو له خوا به ووژل شي.
د امریکا ولسمشر د تیرې شنبې په ورځ ایران ته اخطار ورکړ چې په ۴۸ ساعتونو کې هرمز تنګی بشپړ پرانیزي خو وروسته یې دا موده پنځو ورځو ته وغځوله. دنړۍ د ګازو او تیلو پنځمه برخه له دغه تنګي تیریږي او هلته د ایران پوځي تحرکاتو دنړۍ په بازارونو کې د تیلو بیې لوړې کړي.
د تیرې سه شنبې په ورځ رسنیو د داسې منابعو له قوله چې نومونه یې نه دی اخیستل شوي رپوټ ورکړ چې امریکا د پاکستان له لارې ایران ته د سولې یو وړاندیز کړی دی.
خو ددغه وړاندیز جزییات نه دي څرګند.
خو باور په دې چې دغه وړاندیز به دهغه یوه څخه ډیر توپیر ونلري چې د فبروري په ۲۸ مه په ایران باندې دامریکا او اسرائیلو له ګډو بریدونو مخکې تهران ته شوی وو.
د متحدو ایالاتو ترټولو مهمه غوښتنه چې ټرمپ په تکرار ویلي داده چې ایران باید اټومي وسله ونلري.
ټرمپ وايي ایران دا غوښتنه منلې ده . هغه د سه شنبې په ورځ خبریالاتو ته وویل چې
ایرانیان غواړي موافقه وکړي“ . “دوی منلې چې هیڅکله به اټومي وسله نه لري.
ایران پرون چهارشنبه د خپل ټلویزیون له لارې د امریکا وړاندیز ته ځواب ورکړ. تهران وویل د واشنګټن شرطونه زښت زیات دی او “ایران به په خپل تصمیم جګړه هغه وخت پای ته ورسوي چې شرطونه یې ترسره شي. “
خو دایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي بیا وویل د امریکا وړاندیزونه د لوړ پوړو چارواکو لخوا څیړل کیږي او لدې خبرې یې ښکاري چې دغه وړاندیزونه سملاسي نه دي رد شوي.
عراقچي وویل : “متحدو ایالاتو په خپلو پیغامونو کې نظریات وړاندې کړي چې لویو ایراني چارواکو ته رسول شوي چې د اړتیا په صورت کې به په دې هکله ددوی لخوا یو موقف اعلان شي.“
دایران بهرنیو چارو وزیر د اخبره چې ایران ګواکې په جنګ کې مات شوی دی رد کړه او ټینګار یې وکړ چې امریکا د جګړې د اهدافو په ترلاسه کولو کې ناکامه شوې.
ایران د جګړې د پایته رسولو لپاره دا شرط هم وړاندې کړی چې دښمني باید د سیمې په ټولو جبهو کې او د مقاومت دټولو ډلو په وړاندې ودرول شي چې ظاهرا په دې سره یی د لبنان حزب الله ګوند ته اشاره کړې.
بل یې داهم ویلي چې د هرمز په تنګي دایران حاکمیت باید په رسمیت وپیژندل شي او عملا تضمین شي.