کار په افغانستان کې خو فرمایش له بهره

افغانستان کې یوه کالي ګڼډونکې ، ارشیف

اسراء د بلخ ولایت په مزار شریف ښار کې د خیاطۍ یا کالو ګڼډلو کارخونه لري. دې کارته یې پر افغانستان د طالبانو تر بیا واکمنېدو ورسته مخه کړې. نوموړې که څه هم له خپل دې کار راضي ده خو غواړي هغه برخه کې کار وکړي په کومه کې چې زده کړې یې کړې دي.

په افغانستان د طالبانو تر بیا ځلي واکمنېدو ورسته، ډیرو نجونو او میرمنو خیاطۍ ته مخه کړې ده.

اسرا هم له همدې ډلې نجونو څخه ده چې د ګڼدڼې کارخونه یې جوړه کړې.

له شپیتو زرو تر یو لک افغانیو پورې، دیر کار غواړي، د ناویانو جامې دي.

دا چې د بلخ ولایت د مزار شریف ښار اوسېدونکې ده، وايي دیر د جلا وطنو افغانانو فرمایشونه اخلي چې محفلي او د ناویانو جامې په کې دي.

دا چې څنګه دا کار ترسره کوي اسرا ازادي راډیو ته وویل:

مشتریان مو اړیکه نیسي یا غږیز پیغام راته ږدي وايي دا جامې مو پکار دي قیمت یې په څو دی

" مشتریان مو اړیکه نیسي یا غږیز پیغام راته ږدي وايي دا جامې مو پکار دي قیمت یې په څو دی، یوه جوړه جامې که هغوی خوښې کړي مثلا شل زره افغانۍ، بیا لس زره یې له مخکې رالېږي او لس زره نورې اخر کې، خپل قدم اندام په واتسپ کې رالېږي نو بیا یې ورته جوړوو. "

نوموړې زیاتوي چې دوی بیا دا جامې خپلومشتریانو ته د کارګو له لارې لېږي.

اسرا پېغله خو به خبره یې د خپلې کورنۍ مټ ده، دا وايي نېږدې شل کسه نورې نجونې هم ورسره په کار بوختې دي:

" زه ورته اوس مټ یم نو، ماته اړتیا نه لري خو زه خپل شخصي کار لرم، زمونږ کارخونه ده، ټول استاد کاران دي چې راسره کار کوي، تقریباً اتلس کسان دي. "

د اسرا که څه هم کار ښه دی او وايي ورنه راضي ده، خو زیاتوي که زمینه ورته برابره شي غواړي هغه برخه کې کار وکړي په کومه کې چې زده کړې یې کړې دي:

ما څلور کاله حقوق لوستي، په همغه ورځ چې مونږ خپل سند نه دفاع وکړه، طالبانو پر نجونو لوړې زده کړې بندې کړې


" ما څلور کاله حقوق لوستي، په همغه ورځ چې مونږ خپل سند نه دفاع وکړه، طالبانو پر نجونو لوړې زده کړې بندې کړې، زما سوداګرۍ سره لیوالتیا وه خو دا چې باید څارنواله وم هغه هم یوه بیله خبره ده، که رژیم بدل شي زه بیرته همغه پوستونو ته ځم."

طالبان چې په ۱۴۰۰ کال کې په افغانستان بیا واکمن شول، په ډیری دولتي او نا دولتي ادارو کې یې د ښځو پر کار بندیز ولګولو، دوی دغه شان د ښځو د سینګار سالونونه هم وروتړل، سوداګري یې هم د افغان نجونو او ښځو په خبره ورمحدوده کړه، ځکه له شرعي محرم پرته لرې واټن سفر نه یې راوګرځولې دي.

خو ګنډنه یا خیاطي لا د دوی له محدودیتونو خوندي ده.