د طالبانو له بنده د امریکايي وګړي ډنیس کویل راخوشي کیدل؛ د منځګړیتوب او ډیپلوماسۍ نوې نښې

د طالبانو په زندان کې له یو کلن بند وروسته امریکايي وګړی ډنیس کویل پرون سه شنبې راخوشي شو.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د کویل له ازادیدو وروسته پر خپلې ایکس پاڼې ولیکل،" د نیونې ډپیلماسۍ د پایته رسیدو په برخه کې دا یو مثبت ګام دی"

د نیونې ډپیلماسۍ د پایته رسیدو په برخه کې دا یو مثبت ګام دی
مارکو روبیو

روبیو د قطر او متحده عربي امارتو له منځګړیتوب او مرستې هم مننه وکړه.

د ډنیس له راخوشي کیدو سره سم، امریکا د افغان اصله امریکايي وګړي محمود شاه حبیبي په ګډون د طالبانو په بند کې د دوو امریکایان د ازادیدو غوښتنه بیا تازه کړه.

د طالبانو حکومت له دې وړاندې په ځلونو د محمود شاه حبیبي نیول رد کړي دي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د سه شنبې په ورځ په یو بیان کې وویل،"ډنیس يې د کوچني اختر په مناسبت د سترې محکمې له پریکړې وروسته راخوشې کړ".

۶۴کلن ډنیس کویل د پوهنتون استاد او ژبپوه دی.

هغه له ازادیدو څو شیبې وروسته د کابل په هوايي ډګر کې د افغانستان لپاره د امریکا د پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره په یوه خبري کنفراس کې راڅرګند شو.

په دې اړه نور: امریکا د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان د «ناحقو توقیفونو د ملاتړو هیوادونو» په لیست کې شامل کړ

خلیل زاد خبریالانو ته وویل،" د طالب چارواکو له خوا د کویل راخوشي کیدل یوه ښه پریکړه او ښه پرمختګ دی".

د کویل ازادیدل په داسې حال کې دي چې پرون سه شنبې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي، په کابل کې د متحده عربي اماراتو سفیر او د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره کتلي وو.

طالب چارواکو له خوا د کویل راخوشي کیدل یوه ښه پریکړه او ښه پرمختګ دی
زلمی خیلیلزاد

د طالبانو بهرینو چارو وزارت وايي،" متحده عربي اماراتو د کویل د راخوشي کیدو په بهیر کې مهمه ونډه درلوده".

د دغه وزارت په ټکو،"د کویل د راخوشي کیدو پریکړه د "حسن نیت" ښودلو او بشردوستانه دلایلو له مخې شوې ده".

د فولي په نوم د امریکايي وګړو د راخوشې کیدو یو مدافع بنسټ وايي، "طالبانو کویل د ۲۰۲۵کال په جنوري نیولی و".

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي،"کویل د افغانستان د نافذه قوانینو څخه د سرغړونې په تور نیول شوی و"، خو په دې اړه يې نور جزیات ورکړي نه دي.

خو د کویل کورنۍ وايي،" هغه په قانوني ډول د یوه څیړونکي په توګه د افغانانو لپاره کار کوه".

په دې اړه نور: په افغانستان کې د محمود شاه حبیبي او نورو امریکايانو د خلاصون لپاره د ژر اقدام غوښتنه وشوه

د کورنۍ په ټکو يې، "کویل له ۲۰۰۰کال راهیسې افغانستان ته سفرونه کړي او د افغانانو د ژبو په اړه يې څیړنې کولې".

طالبان دغه امریکايي وګړی په داسې حال کې له زندانه راخوشي کوي چې له دې مخکې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د طالبانو له خوا د امریکايي وګړو د نیولو او زنداني کیدو په اړه خبرداری ورکړی و.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د تیر کال د حوت میاشتې په ۱۸مه د طالبانو حکومت "د ناعادلانه نیولو" هېوادونو په لیست کې شامل کړی و.

هغه پر خپلې ایکس پاڼې په یو پیغام کې طالبان د "ترهګریزو چل ولونو" څخه په استفادي تورن کړی وو او زیاته کړې وه چې طالبان د امریکايي وګړو په نیولو سره د امتیاز د ترلاسه کولو هڅې کوي.

هغه د ډنیس کویل او محمود شاه حبیبي د ازادیدو غوښتنه هم کړې وه.

هغمهال د طالبانو حکومت د روبیو څرګندونې د "تاسف وړ" بللې وې او ویلي و چې کیداي شي اختلافات د خبرو اترو له لارې حل شي.

طالبانو په تیرو څلورو کلونو کې د ډنیس په ګډون پنځه امریکايان له زندانه راخوشي کړي دي.

امریکايي وکړي هر یو راین کوربت او ویلیام والاس مک کینتي په امریکا د مخدره توکو په تور د بندي خان محمد په بدل کې راخوشې شول.