له اوربند وروسته د پاکستان له لوري پر کونړ توغندي ویشتل شوي

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اوربند له پای ته رسېدو وروسته د کونړ په مرکز اسعد اباد پاکستان د توغندیز برید راپورونه ورکړ شوي.

د طالبانو تر واک لاندې افغانستان او پاکستان ترمنځ د اوربند له پای ته رسېدو وروسته د کونړ په مرکز اسعد اباد کې پاکستاني ځواکونو د توغندو برید کړی دی.

د اسعد اباد یو شمېر اوسېدونکو ازادي راډيو ته وویل چې سې شنبه د حمل ۴مه په مرکز توغندي وتوغول شول چې له امله یې په ښار کې د خلکو ترمنځ سخته ویره خپره شوې ده.

د اسعد اباد یوه اوسېدونکې د نوم نه خپرېدو او غږ د بدلون په شرط سه شنبه مازدیګر څلور بجې ازادي راډيو ته وویل:

"تازه وضعیت خو دادی چې همدا اوس په اسعد اباد لس دولس توغندي راغلل، تر ډېره په ماڼو سیمه کې ولګېدل، چې له امله یې په مرکز کې ویره خپره شوه او ټول خلک د خپلو کورونو په لور باندې روان دي، اوس په اسعد اباد کې وضعیت ډېر ویرونکی دی."

د کونړ د اطلاعاتو امر ضیاءالرحمن سپین غر بیا کورنیو رسنیو ته ویلي چې په مرکز اسعد اباد د توپونو بریدونه شوی خو په خبره یې چاته په کې د سر زیان نه دی اوښتی.

نوموړي دغه شان طالبانو ته نږدې رسنۍ حریت راډیو ته ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پاکستاني ځواکونو د کونړ په ناړۍ او مرورې ولسواليو هم ۲۴ توپونه ويشتي دي.

اخوا د کونړ په ګاونډ کې د نورستان د برګمټال او کامدیش ولسوالیو او کونړ ترمنځ لویه لار لا هم د پاکستاني ځواکونو د ډزو له امله تړلې ده.

د سیمې اوسېدونکې وايي ناړۍ ولسوالۍ ته څېرمه برېکوټ ته نږدې د کنډک سه په سیمه کې د غره په لوړه څوکه د پاکستان له پوستې په سړک هر تېرېدونکې کس په نښه کیږي چې له همدې امله له تېرې نږدې یوې میاشتې راهیسي په دې لاره تګ راتګ نه کیږي.

د نورستان په کامدیش کې یوې سرچینې چې نه یې غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي د غږ د بدلون په شرط ازادي راډيو ته وویل چې اوس مهال د کامدیش په ګډون په برګمټال کې د همدې لارې د بندیدو له امله خلک له سختو ستونزو سره مخ دي.

" د نورستان د کامدیش او برګمټال ولسوالیو او د کونړ ناړۍ ولسوالۍ ترمنځ لاره بنده ده، په دې لاره چې هر څوک ځي، که په موټر کې وي او که پلی، ډزې پرې کیږي، هیڅوک نه پرېښودل کیږي، دلته په کامدیش کې وضعیت ډېر سخت دی، په بازارونو کې لومړني خوراکي مواد مخ په ختمېدو دي، همدا اوس د وړو د یوې پنځوس کیلوی بورۍ بیه ان اته زره افغانیو ته رسېدلې ده."

په ورته وخت کې له زابله هم د نښتو راپورونه ورکول شوي دي.

په زابل کې یوه سیمه ییز خبریال د نوم د نه خپرېدو په شرط په یو لیکلي پیغام کې ازادي راډیو ویلي چې تېره شپه ډیورنډ کرښې ته نږدې په شلمزو کې د دواړو لوریو ترمنځ نږدې دوه نیم ساعته سخته نښته وشوه.

هغه وویل چې سیمې ته لاس رسی سخت او د نښتو له امله د اوښتو زیانونو په اړه څه نه شي ویلای.

دغه راز تیره شپه د بلخ په دهدادي ولسوالۍ کې د پاکستاني الوتکو د لیدل کېدو او پرې د طالبانو له لوري د دفاعي ډزو ادعاوې شوي دي.

په شمال کې د طالبانو د ۲۰۹ الفتح قول اردو ویاند حماد وصال د افغانستان کورنیو رسنیو ته ویلي چې دوشنبه د شپې ناوخته پاکستاني الوتکې د بلخ هوايي حریم ته ننوتلي خو د دوی د ځواکونو له لوري پرې ډزې شوې دي.

خو دا یې نه دي ویلي چې برید شوی که نه.

پاکستان تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو د بلخ د دهدادي ولسوالۍ یوه اوسېدونکې چې نه یې غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي ازادي راډيو ته وویل چې د شپې نږدې دولس بجې یې د الوتکې د راتګ او سختو ډزو غږونه اورېدلي دي.

" بیګاه شاوخوا دولس بجې الوتکې راغلې او په دهدادي ولسوالۍ باندې یې ګزمې کولې، خو له دې اړخه پرې ډېرې زیاتې ډزې وشوې خلک هم ډېر په ویره کې وو، معلومه نه وه چې کوم ځای یې هدف وو، خو ډزې پرې وشوې او الوتکې بیرته لاړې."

خو د ننګرهار په ګډون ډیورنډ کرښې ته د نږدې ولایتونو یو شمېر اوسېدونکو ازادي راډيو ته وویل چې د اوربند له پای ته رسېدو وروسته د سې شنبې د مازدیګر تر څلورو بجو کومه نښته نه ده رامنځته شوې.

د ننګرهار د مومندرې او ګوشتې ولسوالیو یو شمېر اوسېدونکو ازادي راډيو ته وویل، که څه هم اوس مهال وضعیت نورمال دی خو د دوی په خبره هره شېبه د جګړې د پیلېدو ویره موجوده ده او د نښتو له ویرې له سیمې بې ځایه شوي خلک هم بېرته خپلو سیمو ته بېرته نه دي ستانه شوي.

د خوست او پکتیا یو شمېر اوسېدونکو هم ازادي راډيو ته وویل چې د دوی په سیمو کې وضعیت نورمال دی.

دا په داسې حال کې ده چې د مارچ په ۱۸ مه له کوچني اختر یوه ورځ مخکې دواړو لوریو په اوربند هوکړه کړې وه.

د پاکستان د اطلاعاتو وزارت ویلي و چې د یو شمېر هېوادونو په غوښتنه او د اختر په مناسبت د مارچ تر ۲۳/۲۴ د شپې تر دولس بجو په افغانستان خپلې حملې ودروي.

د طالبانو حکومت هم ورته خبره کړې وه، خو د اوربند د پای نېټه یې نه وه مشخصه کړې.

که څه هم د طالبانو حکومت پاکستان د اختر په ورځو کې له اوربنده په سرغړونه تورن کړی و خو اسلام اباد دا تورونه رد کړي وو.

په همدې حال کې په مسکو کې د پاکستان سفیر فیصل نیاز ترمزي ویلي اسلام آباد له مسکو څخه غوښتي دي چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالي په کمولو کې د منځګړي رول ولوبوي.

د روسیې ایزوستیا ورځپاڼې دوشنبه د حمل ۳مه د هغه له قوله ویلي چې پاکستان د روسیې، چین، قطر، ترکیې او سعودي عربستان د وړاندیزونو په پام کې نیولو سره له اوربند سره هوکړه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د نښتو د پای ته رسېدو په هدف د ترکیې او سعودي په ګډون چین هم خپلې هڅې کړي خو لا هم دغه هڅو ظاهرا کومه مثبته پایله نه ده ورکړې.