بحرین د ایران خلاف امنیت شورا ته د پرېکړه لیک مسوده سپاري

بحرین د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د یوه پرېکړه‌لیک مسوده وړاندې کړې ده چې که تصویب شي، هیوادونو ته به اجازه ورکړي چې په هرمز تنګي او شاوخوا سیمو کې د سوداګریزو کښتیو د ساتنې لپاره له «ټولو لازمو وسایلو» څخه کار واخلي.

په دې وړاندیز شوې مسوده کې د ایران کړنې د نړیوال امنیت او سولې لپاره ګواښ بلل شوي، او هېوادونو ته اجازه ورکول کېږي چې یا په یوازې توګه او یا هم د څو ملي سمندري ائتلافونو له لارې، د هرمز تنګي دننه او شاوخوا، حتی د هغو هېوادونو په ساحلي اوبو کې چې د دې تنګي پر غاړو پراته دي، له «ټولو اړینو وسایلو» څخه استفاده وکړي، تر څو د تګ راتګ ازادي خوندي کړي او د هغو اقداماتو مخه ونیسي چې په نړیوالو سمندري لارو کې تګ راتګ بندوي یا ګډوډوي.