د جرمني د باندنیو چارو وزارت اعلان کړی چې په برلین کې د افغانستان په سفارت کې د طالبانو له لوري نوی ګومارل شوی استازی د سفیر یا شارژدافیر په توګه نه پېژني.
جرمني دا اعلان وروسته له هغه وکړ چې د دغه هیواد ARD تلویزیون د شنبې په ورځ راپور ورکړ چې د طالبانو حکومت د جرمني له تایید پرته خپل یو دیپلومات د برلین د سفارت د مشرۍ لپاره معرفي کړی دی.
د دویچې ویلې د راپور له مخې، د جرمني د بهرنیو چارو وزارت ویاند د دوشنبې په ورځ په برلین کې وویل: «د افغانستان په سفارت کې د کارکوونکو د بدلون په اړه موږ ته هېڅ رسمي خبر نه دی راکړل شوی.»
هغه زیاته کړه چې د جرمني حکومت به د افغانستان د طالبانو له حکومت سره اړیکه ونیسي او په دې به ټینګار وکړي چې د سفارت حقوقي وضعیت په اوسني حالت پاتې شي.
د ARD په راپور کې راغلي وو، هغه کس چې طالبانو د سفارت د مشرۍ لپاره معرفي کړی، له هغو دوو قونسلي مامورینو څخه یو دی چې جرمني د تېر کال په جولای کې منلي وو، څو افغانستان ته د رد شویو پناه غوښتونکو د بېرته ستنولو په بهیر کې مرسته وکړي.
د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.