په بحرین کې د امازون د کلاوډ په انترنیټي خدماتو کې د بې پېلوټه الوتکې د برید له کبله خنډ راغی

د امازون انټرنېټي شرکت اعلان کړی چې په بحرین کې د دغه شرکت د کلاوډ ډاټا د دخدماتو په یوه مرکز کې اختلال رامنځته شوی، او ویلي یې دي چې دا پېښه د بې‌پیلوټه الوتکې د برید له امله شوې ده.

د دې شرکت ویاند د سې‌شنبې په ورځ (د وري ۴مه) دا اختلال د رویټرز خبري اژانس ته تایید کړی، خو د احتمالي زیان کچه یا د دې ستونزې د دوام په اړه یې نور جزییات نه دي ورکړي.

امازون ویلي چې بدیلو سیمو ته د خپلو مشتریانو د لېږدولو په برخه کې مرسته کوي.

د امازون کلاوډ خدمات د ډېرو ویبپاڼو او دولتي انلاین خدمتونو لپاره مهم رول لري. بحرین هم د امازون په ډیټا سنټرونو کې د درنو پانګونو او د «کلاوډ زون» په جوړولو سره هڅه کوي چې د خلیج په سیمه کې د معلوماتي ټکنالوژۍ (IT) یو مهم مرکز شي.