بلخ کې د هوايي برید له رپوټونو وروسته د طالبانو حکومت وايي چې د پاکستاني الوتکو لور ته یې ډزې کړي دي.
حماد وصال د الفتح د ۲۰۹ قول اردو ویاند پرته له جزییاتو طلوع نیوز ته ویلي چې دافع هوا ځواکونه د پاکستاني الوتکو لور ته ډزې کوي او له خلکو یې غوښتي چې اندیښمن نه اوسي.
مخکې لدې، بلخ کې د طالبانو د والي ویاند عطاء الله زید ازادي راډیو ته ویلي وو چې نن شپه کومه پیښه نه ده شوې .
د پاکستان حکومت تراوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.
ځینو داخلي رسنیو د منابعو په وینا رپوټ ورکړی وو چې بلخ کې هوايي بریدونه شوي دي.
پاکستان مخکې ویلي وو چې اوربند نن دوشنبه د شپې تر دولسو بجو دوام کوي.