د پاکستان د بریدونو له امله بې ځایه شوې کورنۍ د خپلو کړاوونو کیسې کوي

یو شمېر افغان کورنۍ چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستیو سختو نښتو له امله له خپلو مېنو بې ځایه شوي وايي، اختر یې له مناسبو سرپناوو پرته تر خیمو لاندې او نیم کاره ودانیو کې په سختو شرایطو کې تیر کړ.

دوی له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې د عزیزانو د غمونو زغمل هم ورته سخت دي او د جګړې له دواړو خواوو د دایمي اوربند غوښتنه کوي.

د ننګرهار ولایت د مومند درې ولسوالۍ د ډکې سیمې اوسېدونکی ۳۶ کلن صفت الله وايي:

" که مو فکر کې هم داسې یو حالت تصور کړی و چې ورسره به مخ کېږو، زړه به مو چاودېدلی و."

دی چې د پاکستان له خوا د بریدونو له امله یې نه یوازې د کورنۍ غړي؛ مور او اته کلنه ورېره وژل شوي، له شاوخوا یوې اوونۍ راهیسې له خپلې مېنې بې ځایه شوی او په خبره یې په نامناسبه سرپناه کې یې له کړاونو ډک غمجن اختر تېر کړی دی.

ده ازادي راډیو ته وویل چې تېر کال اختر یې په خپله سیمه کې په، لوی کور او د خپلې مور تر څنګ له خپلې ۲۲ کسیزې کورنۍ سره یو ځای په خوشحالۍ تېر کړی و.

صفت الله وایي اوس له خپل ټاټوبي ۱۵ کلیو مټره لرې د همدې ولسوالۍ ګردي غوث سیمه کې په یوه چهاردېوالۍ کې یوه خونه کې ژوند کوي:

"موږ تقریباً پنځه کورنۍ یو، خپل کور مو چې و، پراخ ځای و، خپله څاه، سولر او د برښنا سیستم هر څه مو برابر و،خو اوس دې چهاردېوالۍ کې چې یوه کوټه لري پراته یو، پرون مې وکتل د ټولو د څېرې رنګ کې ډېر توپیر راغلی، تکلیف زښته زیات دی،اوس ډېر زیات توپیر دی."

خو د یوازې د افغانستان ختیځ کې د صفت الله کورنۍ نه ده، بلکې د دې هېواد د سوېل ختیځ پکتیکا ولایت یو شمېر اوسېدونکي هم ورته وضعیت بیانوي.

د دې ولایت د برمل ولسوالۍ د لاړ کلي مخکنیي اوسېدونکي عثمان ازادي راډیو ته وویل چې سږنی اختر یې په خوړونو، دښتو او غونډیو کې له هېڅ ډول امکاناتو پرته تېر کړ:

"اوس مهال موږ په تور تنګي (سیمه) کې اړولي، زما د کورنۍ غړي ۵۵ تنه دي، موږ کرایي کور نه بلکې، همداسې خوړ کې اړولي، نه ترپال شته نه خیمه لرو، ډېرو ستونزو سره مخ یو، تېر کال مو اختر خپلو کورونو کې ولمانځه چې ډېر خوند یې وکړ خو سږکال مو اختر غرونو کې دی، ډېرو سړو سره مخ یو او سخت ورښتونه کېږي، دا کوچني ماشومان ټول د سړو له امله ناروغان شوي دي."

د دغې ولسوالۍ بل اوسېدونکي چې اوس یې کورنۍ ارګون ولسوالۍ ته کډه شوې هم وایي نه یوازې دوی بلکې اکثره کلیوال یې چې په خبره یې سلګونه کسان دي، د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ او د سمې نیمایي روژې میاشتې تېرولو تر څنګ اختر یې هم د خیمو لاندې او ځینې بیا نورو ولسوالیو کې د خپلو خپوالو کورونو کې تېر کړ.

ده چې نه غوښتل نوم یې راپور کې خپور شي ازادي راډیو ته یې وویل، د یوې محدودې مودې لپاره خپلې سیمې ته یوازې ستون شوی چې د خپلې کورنۍ ناروغو غړو ته له کوره خواړه یوسي:

"زموږ کورنۍ او اکثره خلک چې کډوال شوي، لا بېرته راستانه شوي نه دي، پرون هم څه کډې ولاړې او نن هم روانې دي، د دې لپاره چې دلته وضعیت سم نه دی او اوربند هم په ختمېدو دی، تېر کال خو ډېره خوشحالي وه جنګ او جګړې نه وې، میلې کېدلې، خلک په چکر هم تلل، خو اوس دلته وضعیت ډېر ستونزمن دی،سږکال دلته نه مېلې وشوې نه د اختر لمانځنه، او لمونځ ته هم خلک په ډېره وېره کې لاړل، خلک ډېر ستونزو سره مخ دي."

دی وایي که څه هم خپله کورنۍ یې شاوخوا ۲۰ کیلو لرې انتقال کړې خو په خبره یې د دې ولایت هرې سیمې ته د ګواښونو احتمال شته.

خو دغه افغانان وایي چې له نا څرګند برخلیک سره مخ او د کورنۍ د غړو خصوصاً ماشومانو او مېرمنو وضعیت یې ورځ بلې ته کړکچن کېږي.

دوی د طالبانو او پاکستان حکومتونو نه غوښتنه وکړه چې جګړه دې ودروي، دایمي اوربند دې تامین او په خبره یې خپلې ستونزې دې د خبرو له لارې په سوله ییزه توګه حل کړي؛ هغه څه چې بېلابېلو نړیوالو سازمانو هم پرې ټینګار او غوښتنه یې کړې ده.

د طالبانو تر کنترول لاندې افغانستان او پاکستان تر منځ د ډیورند کرښې په اوږدو کې نښتې د تېرې فبرورۍ میاشتې له ۲۶مې راهیسې پیل شوي، د طالبانو حکومت ویلي چې د دې بریدونو په ترڅ کې پاکستان پر پلازمېنه کابل هم څو ځله بریدونه وکړل او په خبره یې، سلګونو عامو افغانانو ته یې مرګ ژوبله واړوله.

پاکستان دا تورونه رد کړي چې په دې بریدونو کې ملکي وګړي په نښه شوي، او ادعا یې کړې چې په افغانستان کې یې د طالبانو او وسله والو ډلو د وسلو ډیپوګانې په نښه کړې دي.

تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې (اوچا) د حوت په څلورمه په یو راپور کې ویلي وو چې د طالبانو تر کنترول لاندې افغانستان او پاکستان ترمنځ د نښتو په جریان کې د فبرورۍ له ۲۶ مې د مارچ تر ۳مې پورې، لږترلږه یو لک او ۱۵ زره خلک له خپلو کورنو بې ځایه شوي دي، خو تر هغې وروسته هم د افغانستان په بېلابیلو ۱۱ ولایتونو کې دې نښتو دوام درلود چې د راپورونو پر بنسټ د خلکو د بې ځایه کېدو شمېرې ورسره لوړې شوې دي.

دا په داسې حال کې چې ده د پاکستان حکومت او افغان طالبانو د اختر په ورځو کې د اوربند اعلان کړی وو، خو د صفت الله او عثمان په ګډون ډېری دا بې ځایه شوي او جګړه ځپلي خلک اوس د اختر د ورځو په پای ته رسېدو سره د نښتو د بیا پیل احتمال ته اندېښمن دي.