ټرمپ ایران ته ۴۸ ساعته وخت ورکړ چې هرمز تنګی پرانیزي

د متحدو ایالاتو ولسمشر دونالد ټرمپ، ارشیف

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تهران ته ۴۸ ساعته وخت ورکړی چې د هرمز تنګی "په بشپړه توګه پرانیزي" کنه امریکا به د ایران د بریښنا تاسیسات "له منځه یوسي".

دا دامریکا،اسرائیلو او ایران ترمینځ په روانه جګړه کې د تشدید یوه څرګنده نښه ده، هغه وسله واله شخړه چې وار دمخه یې له کنټروله د وتلو ویره شته.

ټرمپ دغه ضرب الاجل پرون دامریکا په وخت د ماښام په ۷:۴۴ بجو په خپله ټولنیزه شبکه ټروث سوشیال کې صادر کړ.

هغه ولیکل : "که ایران د دې دقیق وخت څخه په ۴۸ ساعتونو کې پرته له ګواښه د هرمز تنګی په بشپړه توګه خلاص نه کړي، متحده ایالات به د دوی مختلف بریښنا کوټونه وولي او له منځه به یې یوسي،"

ټرمپ په مشخصه توګه ونه ویل چې کوم بریښنا کوټونه به په نښه شي خو یوه ورځ مخکې یې ویلي وو چې د پوځي عملیاتو د کمولو په اړه غور کوي.

د ولسمشر ټرمپ ددغه ګواښ په ځواب کې ایران هم یوځل بیا ګواښ وکړ چې په سیمه کې زیربناوې به په نښه کړي.

د سپاه پاسدارانو ویاند وویل که چیرې دایران د انرژي په تاسیساتو برید وشي نو په سیمه کې امریکا پورې مرتبط د انرژۍ ، تکنالوژۍ ، استخباراتو او د څښاک اوبو ټول تاسیسات به په نښه کړی.

د هرمز تنګی په نړۍ کې د تیلو او ګازو د لیږد د مهمولارو څخه دی چې د نړۍ دانرژۍ پنځمه برخه پرې تیریږي. دغه تنګی د کب په نهمه د جګړې د پیل راهیسې عملا تړل شوی او دکنټرول لپاره یې کړکیچ مخ په زیاتیدو دی.

اوسمهال فارس خلیج کې سلګونه تیل وړونکې بیړۍ بندې پاته دي او لدې امله د تیلو بیه په نړۍ کې ۵۰ سلنه او دګازو ۹۳ سلنه لوړه شوې ده.