د تیلو او ګازو بیه یوځل بیا لوړه شوه

دمارچ په اتلسمه په نیویارک کې د اسهامو د تبادلې د بازار د شمیرو مانیټور ،

منځني ختیځ کې د انرژۍ په تاسیساتو له بریدونو وروسته په نړیوالو بازارونو کې دتیلو بیه لوړه شوه.

د پنجشنبې په سهار اروپا کې د مالي بازارونو له پرانیستلو سره سم د یوې بوشکې خامو تیلو بیه ۵ سلنه لوړه او ۱۱۴ ډالرو ته ورسیدله.

دا په تیره یوه اونۍ دتیلو ترټولو لوړه بیه ده . دتیلو بیه د جګړې د پیل په لومړیو ورځو کې ۱۲۰ ډالرو ته لوړه شوې وه .

اروپا کې د ګازو بیه هم د پنجشنبې په ورځ ۳۵ سلنه لوړه او ۷۴ ډالرو ته ورسیدله.

د پارس جنوبي په تاسیساتو باندې داسرائیل له برید وروسته ، ایران دخلیج د څو هیوادونو دتیلو په تصفیه خانو بریدونه وکړل چې لدې جملې قطر کې د راس لفان تاسیساتو ته چې په نړۍ د مایع ګاز ترټولو لوی هغه دي پراخ زیان اوښتی دی.

دغو بریدونو د انرژۍ دتامین په برخه کې نوې اندیښنې رامینځ ته کړې.