د امریکا ولسمشر وايي، په ایران کې د پوځي عملیاتو پای ته رسولو ته لا چمتو نه دی

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي چې متحده ایالات لا هم په ایران کې د پوځي عملیاتو د پای ته رسولو لپاره چمتو نه دي، خو په ډېر نژدې راتلونکي کې به عملاً له دې جګړې څخه ووځي.

د امریکا ولسمشر چې د سې‌شنبې په ورځ د ایرلنډ له صدراعظم میشل مارتین سره په سپینه ماڼۍ کې له خبریالانو سره خبرې کولې، د امریکا او اسرائیل د جګړې د پای لپاره کومه مشخصه نېټه ونه ښوده.

ټرمپ وویل، د ایران موضوع په اصل کې په دوو یا درېیو ورځو کې تر ډېره پای ته ورسېده، ځکه چې د هغه سمندري ځواک نژدې سمدستي له منځه ولاړ او وروسته یې هوايي ځواک هم وځپل شو.»

د امریکا ولسمشر وویل چې ایران «یو وخت ډېر بریالی و، خو اوس داسې هېواد دی چې د وېرې په وسیله اداره کېږي»، او زیاته یې کړه: «تمه ده چې بېرته یو پرمختللی او ښه هېواد شي.»

ټرمپ دا هم وویل چې د ایران پر وړاندې جګړه «په ډېر ځواک» او «له پلان څخه مخکې» روانه ده، امریکا ښه فعالیت کړی او د ایران د حکومت وضعیت «ښه نه دی»، او حتی دا هم روښانه نه ده چې له چا سره باید خبرې وشي.