د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري وایي، د طالبانو حکومت پر دوی " د سطحي ډرونونو" په برید سره " له سرې کرښې تېر شوی دی".
فرانس پریس نن شنبه د زرداري په حواله دغه خبره کړې او ویل شوي چې پر اسلام اباد د افغانستان له لوري ډرون بریدونه پوځي تاسیساتو ته له رسیدو مخکې شنډ شوي دي.
د پاکستان پوځ ادعا کړې چې د ډرونونو د ټوټو له کبله په کوټه، کوهاټ او راولپڼدۍ کې د ۲ ماشومانو په ګډون ۳ ملکیان ټپيان کړي دي.
د طالبانو د دفاع وزارت بیا ادعا کړې چې تېر ماښام یې د اسلام اباد په فیض اباد کې د " حمزه" په نوم پوځي تاسیسات په نښه کړي دي.
له دغه برید وروسته پاکستاني رسنیو د اسلام اباد هوایي ډګر د فعالیتونو د لنډمهاله دریدو خبر هم خپور کړ.
د طالبانو د حکومت دفاع وزارت دغه راز ویلي چې نن سهار یې کونړ او ننګرهار کې د کرښې هغې غاړې ته د پاکستاني پوځیانو یوه پوسته نیولې او ۱۴ پوځیان یې وژلي دي.
ازادي راډیو په خپلواک ډول د دواړو لورو ادعاوې نه شي تاییدولی.