په وروستیو څو ورځو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د شخړې شدت د پام وړ کم شوی و او علت یې د چین د منځګړتوب هلې ځلې بلل شوې وې. خو د پنجشنبې په شپه پر کابل، پکتیکا، پکتیا او کندهار د پاکستان هوايي بریدونو او ورپسې د طالبانو غچ اخیستونکو حملو د چین هڅې وننګولې.
د طالبانو د باندنیو چارو وزارت ویاند حافظ ضیااحمد تکل وايي چې د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي پرون له امیرخان متقي سره د روانو تحولاتو په اړه تیلفوني خبرې وکړې.
متفي د چین د باندنیو چارو وزیر ته وویل چې د پاکستان په بریدونو کې ملکیانو ته مرګ ژوبلې اوښتي دي.
له بلې خوا په افغانستان کې د ملګروملتو د مرستندوی ماموریت سرپرستې جورجیت ګاګنون خبرداری ورکړ چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ زیاتېدونکې نښتې بشري مرستې ګډوډوي او ملکي خلک له خپلو کورونو بېځایه کوي.
ګاګنون ویلي چې د پاکستان هوايي بریدونه او د ډیورند کرښې په اوږدو کې نښتو د مرستو رسولو بهیر اغېزمن کړی او په افغانستان کې د خلکو د بېځایه کېدو سبب شوی دی.
هغې وویل:
«هوايي بریدونو او سرحدي نښتو بشري مرستې ګډوډې کړي او د خلکو د بېځایه کېدو سبب شوي دي. زموږ بشري شریکان هم راپور ورکوي چې د ضروري توکو د لېږد په بهیر کې ځنډ او ستونزې رامنځته شوي دي.»
هغې دا څرګندونې داسې مهال کړي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کرښې په اوږدو کې له تېرو ۱۶ ورځو راهیسې تاوتریخوالی زیات شوی، چې له امله یې د ملکي مرګ ژوبلو او د بشري وضعیت د خرابېدو په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.
خو پاکستان ویلي چې په افغانستان کې یې د ترهګرو پټنځایونه په نخښه کړي دي.
د ملګرو ملتونو ویاند سټېفن دوجاریک هم خبرداری ورکړی چې د تاوتریخوالي زیاتوالی ښايي د ملکي خلکو کړاوونه نور هم زیات کړي او هغه بنسټیزې ملکي زیربناوې زیانمنې کړي چې لا له مخکې کمزورې دي.
هغه وویل:
«په تاوتریخوالي کې وروستی شدت کولای شي د ملکي وګړو کړاوونه نور هم ژور کړي او هغو زیربناوو ته نور زیان ورسوي چې لا له مخکې نازکې دي.»
نوموړي زیاته کړه چې د ملګروملتو د کډوالو د لویې کمېشنرۍ د معلوماتو له مخې، د وروستیو سیمهییزو تاوتریخوالو له پیل راهیسې په افغانستان، ایران، لبنان او پاکستان کې تر ۴.۱ میلیونه ډېر کسان بېځایه شوي دي.
ګاګنون خبرداری ورکړ چې د سیمې پراخه بېثباتي لا دمخه د افغانستان پر اقتصاد او بشري وضعیت اغېز کړی دی. هغې وویل چې د دودیزو سوداګریزو لارو او سیمهییزو اکمالاتي زنځیرونو ګډوډي په افغانستان کې د بنسټیزو توکو بیې لوړې کړې او دې کار د هېواد پر کمزوري اقتصاد نور فشار هم زیات کړی دی.
بشري ادارې هم اټکل کوي چې له ګاونډیو هېوادونو څخه د راستنېدونکو افغانانو شمېر زیات شي، چې دا به پر هغو ټولنو نور فشار راوړي چې له ۲۰۲۳ کال راهیسې یې میلیونو نورو راستنو شویو کډوالو فشار راوړی دی.
ګاګنون وویل:
«دا فشارونه — د محدودو بشري مرستو د بودجې او د لاسرسي د محدودیتونو له زیاتېدو سره — په ټول هېواد کې د خلکو کړاوونه لا ډېروي.»
هغې د ښځو پر وړاندې د طالبانو د محدودیتونو او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځینه کارکوونکو د کار پر دوامداره بندیز هم اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل چې دا ډول پالیسۍ له نړیوالې ټولنې سره د افغانستان د بیا یوځای کېدو فرصتونه کمزوري کوي او په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو لپاره د مرستو رسولو بهیر زیانمنوي.
له دې ټولو ستونزو سره سره، هغې وویل چې ملګري ملتونه لا هم د داسې افغانستان ملاتړ ته ژمن دی چې له خپل ځان او ګاونډیو سره په سوله کې وي او بېرته نړیوال نظام ته ورګډ شي.
ګاګنون له پاکستان او طالبانو وغوښتل چې د منځګړیتوب هڅې ومني او د تاوتریخوالي د لا زیاتېدو مخه ونیسي، ځکه دا کار د سیمهییز بحران د لا ژورېدو سبب کېږي.