د امریکا دفاع وزیر، پیټ هګسټ د جمعې په ورځ (۲۲ حوت) وویل چې متحد ایالتونه به ایران ته اجازه ورنه کړي چې د هرمز تنګي له لارې د بېړیو تګ راتګ وننګوي.
هغه ټینګار وکړ چې واشنګټن د ایران د اتومي پروګرام د مسئلې د حل لپاره بېلابېل انتخابونه لري.
هګسټ په واشنګټن کې یوې خبري غونډې ته وویل چې متحد ایالتونه د ایران د اتومي وسلو د موضوع د حل لپاره «د انتخابونو یوه لړۍ» لري؛ له دې جملې څخه یو دا دی چې ایران خپله پرېکړه وکړي او د اتومي وسلو له جوړولو څخه تېر شي.
هغه همداراز وویل چې واشنګټن به اجازه ورنه کړي چې ایران په هرمز تنګي کې تېلوړونکو کښتیو ته ستونزې پېښې کړي. دا یوه مهمه سمندري لار ده چې د نړۍ د تېلو د صادراتو لویه برخه ترې تېرېږي، او په وروستیو دوو اوونیو کې چې د ایران جګړه روانه ده، په عملي ډول تړل شوې ده.
د ایران نوي مشر مجتبي خامنهيي په هغه بیان کې چې ده ته منسوب شوی، ویلي چې له هرمز تنګي څخه به د جګړې پر مهال د «پوځي حربې» په توګه کار واخلي.
هګسټ د خپلو خبرو په بله برخه کې د ایران د نوي مشر د وضعیت په اړه هم وویل چې متحد ایالتونه باور لري مجتبی خامنهيي ټپي شوی دی.