د افغانستان او پاکستان ترمنځ نښتو د چین د منځګړتوب هڅې ننګولي

د پاکستان د جټ او بې‌پیلوټه الوتکو بریدونه، چې د افغانستان کابل، کندهار، پکتیکا او پکتیا ولایتونه یې په نښه کړي، د چین هغه ډیپلوماتیکې هڅې له ننګونې سره مخامخ کړې دي چې د پاکستان او طالبانو ترمنځ یې د سولې لپاره بیل کړي دي.

چین په وروستیو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د شاوخوا ۲۶۰۰ کیلومتره ډیورند کرښې په اوږدو کې د وضعیت د عادي کولو لپاره پراخې ډیپلوماتیکې هڅې پیل کړې دي. د همدې هڅو په دوام، د افغانستان په چارو کې د چین ځانګړي استازي Yue Xiaoyong یو شیائویونګ تېره اوونۍ د طالبانو او پاکستان له چارواکو سره ولیدل تر څو د دواړو لورو ترمنځ «خبرې او پخلاینه» پیاوړې کړي.

همداراز د چین د باندنیو چارو وزیر د دواړو هیوادونو له باندنیو چارو وزیرانو سره د تشدد د کمولو په اړه ټېلفوني خبرې وکړې.

اسلام اباد پر کابل، کندهار، پکتیکا او پکتیا د پنجشنبې د شپې حملې تایید کړې خو ویې ویل چې د ترهګرو پناهځایونه یې له منځه وړي دي. خو په افغانستان کې د ملګروملتو مرستندوی ماموریت او د طالبانو چارواکو د جمعې په ورځ وویل چې د پاکستان په بریدونو کې څلور ملکي وګړي وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.

د طالبانو حکومت وايي چې په غبرګون کې یې د بې‌پیلوټه الوتکو په وسیله د خیبرپښتونخوا په کوهاټ او همداراز فیض اباد کې د پاکستان پر پوځي مرکزونو بریدونه کړي دي.

پاکستان په دې اړه لا څه نه دي ویلي.