د روسیې د تېلو پر صنعتونو د بندیزونو د کمولو په اړه د امریکا پرېکړه د مسکو له هرکلي خو د اروپايي اتحادیې له انتقاد سره مخامخ شوه.
امریکا د انرژۍ د بازارونو د ثبات لپاره، چې د ایران د جګړې له امله ګډوډ شوي، په موقت ډول د روسیې د تېلو پر صادراتو بندیز لېری کړی دی.
د کریملین ویاند د امریکا د حکومت له خوا د روسیې د تېلو د پېرلو د بندیزونو د کمولو هرکلی وکړ.
دیمیتري پسکوف په یوه بیان کې وویل چې روسیه د انرژۍ بازارونو د ثبات لپاره د امریکا هڅه ویني؛ او په دې برخه کې د دوی ګټې سره برابرې دي.
کیریل دیمیتریف، چې د روسیې د فدراسیون د ولسمشر د انرژۍ چارو استازی دی، هم د امریکا له ځانګړي استازي سټیو ویتکاف او د ډونالډ ترمپ له زوم او سلاکار جرد کوشنر سره تر لیدو وروسته د امریکا د نوې پرېکړې هرکلی وکړ.
هغه په ټیلیګرام کې ولیکل:
«متحده ایالتونو عملاً یو څرګند حقیقت تایید کړ: دا چې د روسیې له تېلو پرته د نړۍ د انرژۍ بازار ثبات نه شي موندلای.»
تر دې مخکې د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بسنت ویلي و چې هېوادونو ته به په لنډمهال ډول اجازه ورکړل شي د روسیې هغه تېل واخلي چې د بندیزونو له امله په ټانکرونو کې پاتې دي او د لېږد په حال کې دي.
خو له بلې خوا د اروپايي شورا ريیس انتونیو کوستا وايي چې د واشنکټن دا یو اړخیز اقدام د ډېرې اندېښنې وړ دی ځکه چې د اروپا پر امنیت اغېز لري.
کوستا خبرداری ورکړی چې د روسیې د بندیزونو کمېدا مسکو ته ډېرې منابع په لاس ورکوي چې د اوکراین پر ضد جګړې ته دوام ورکړي.