د ډیورند کرښې د هغې خوا اوسېدونکي هم وايي، نښو خلک په تکلیف او د کورونو پرېښودو ته اړ کړي دي.
د شینوارو ولسوالۍ څو تنو اوسېدونکو د پنجشنبې په ورځ «د مارچ په ۱۲مه» غرمه مهال ازادي راډیو ته وویل، چې تېره شپه یې په سخته وېره او جنګي حالاتو کې تېره کړې او په خبره یې د ډیورند کرښې دواړو خواوو ته ډېری کورنۍ د جګړو له امله د خپلو کورونو پرېښودلو ته اړې شوې دي.
له دې ډلې یو اوسېدونکي او دوکاندار چې نه یې غوښتل د موضوع د حساسیت له امله یې نوم په راپور کې خپور شي، ازادي راډیو ته یې وویل:
"د شپې بیا ۱۰ بجې شدیده جګړه شروع شوه تر یوولس نیمو یې دوام وکړ، باران راغی او جنګ ودرېده،اوس ارام دی، دولتي تاسیسات او دفترونه یې وویشتل، کورونو نه ټول خلک وتلي یو یو کس د ما په شان پاتې دی، خلک وېرېږي ځکه بیرته خپلو کورونو ته نه شي راستنېدلی، ځکه داسې درانه بمبارونه وي."
د ډیورند کرښې هغې غاړې؛ د لنډي کوتل سیمې یو اوسېدونکي هم د نوم نه خپرېدو په شرط ازادي راډیو ته وویل:
"دې لوري ته هم خلک ډېر تکلیف کې دي، د کډوالو (له وسایلو) ډکې لارۍ ولاړې دي، بارډر بند دی، روزګار په ټپه ولاړ دی، موږ خپله بې وطنه( کوره) شوي یو، تورخم مو پریښی، لواړګي ته راختلي یو، دلته هم ستونزې دي ځکه دواړو خواوو نه ډزې کېږي،هم پاکستان غاړه او هم هاخوا طرف خلک ډېرو ستونزو سره مخ دي، دلته هم ډېر کورونه لګېدلي او تورخم کې هم، دواړو خواوو ته دفترونه، دېرې، بټۍ هر څه لګېدلي او ډېره تباهي یې کړې ده."
د ننګرهار ولایت د شینوارو ولسوالۍ ځینې اوسېدونکي هم وایي چې دوی تېره شپه سخته جګړه تېره کړې ده.
د دې ولسوالۍ یو اوسېدونکي چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي، د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل:
"بیګاه شپه تر لسو بجو وروسته د شینوارو ولسوالۍ په سرحدي سیمو کې سختې او درنې ډزې وې،د پاکستان لخوا طیارې را اوچتې شوې وې، بیا دې خوا نه پرې ډزې وشوې چې تر پېشلمي دا ډزې روانې وې."
د دوی په خبره، د نښتو پر مهال درنې او سپکې وسلې کارول شوې دي.
د طالبانو حکومت او پاکستاني چارواکو تر اوسه د دغو سیمو نښتو په اړه څه نه دي ویلی.
خو د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت بیا د پنجشنبې په ورځ «د مارچ په ۱۲مه» پر خپله ایکس پاڼه خپور کړي بیان ویلي چې خوست کې د پاکستاني ځواکونو لخوا د توپونو بريد کې د يوې کورنۍ څلور تنه غړي وژل او درې نور ټپيان شوي دي.
فطرت ادعا کړې چې د خوست ولايت د عليشېرو ـ تريزيو ولسوالۍ اړوند د صدقو کلي د بدرګې ګورګورې سيمه کې تېره شپه شاوخوا ۴ بجې د پاکستاني پوځيانو له لوري د عامو خلکو پر کورونو او د کوچيانو پر خېمو د توپونو او هاوانونو بريدونه ترسره شوي چې په پايله کې د کوچيانو د يوې کورنۍ د يوې ښځينه او يو نارينه په ګډون ماشومان، چې يو يې نجلۍ او بل هلک و، وژلي او درې تنه نور ماشومان ټپيان شوي دي.
نوموړي زیاته کړې چې د کـونړ ولايت په بېلابیلو ولسوالیو هم د توغندیو بریدونه شوي چې ځاني زیان نه لري.
دا ادعاوې داسې مهال دي چې افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ دفتر (یوناما) په خپل ورستي راپور کې ویلي وو چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د نښتو په جریان کې لږترلږه ۵۶ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۲۹ نور ټپیان شوي دي، او په دې اړه یې خپل راپور کې اندېښنه څرګنده کړې وه.
ها هوا بیا تازه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي د پنجشنبې په ورځ « د حوت په ۲۱ مه» اسلام اباد کې د یوې خبري غونډې پر مهال یو ځل بیا د طالبانو پر وړاندې د پاکستان حکومت روانې پالیسۍ پر دوام ټینګار کړی او ویلي دي چې دوی ځکه دې پالیسۍ دوام ورکوي چې په خبره یې، د طالبانو حکومت د افغانستان له خاورې د پاکستاني ځواکونو پر وړاندې د اقداماتو لپاره د نه کارولو لیکلی تظمین یې نه دی تر لاسه کړی.
طالبانو تازه په دې اړه څه نه دي ویلي خو وړاندې یې د دفاع وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد طلوع نیوز ټلویزیون سره مرکه کې پاکستان ته خبرداری ورکړی چې که پر کابل برید وشي دوی به پر اسلام حملې وکړي.
خو اندرابي ویلي چې اسلام اباد وار دمخه د طالبانو تر بدیدونړ لاندې دی.
داسې مهال چې د طالبانو تر کنترول لاندې افغانستان او پاکستان تر منځ د نښتو نن پنځه لسمه ورځ ده په راپور کې مرکه شوي خلک له دواړو خواوو غواړي چې اوربند وکړي.
مخکې هم د دواړو هیوادونو اوسېدونکو، د نورو هیوادونو چارواکو او یو شمیر نړیوالو بنسټونو دا غوښتنه مطرح کړې وه.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت ، یوناما ، سرپرستې جورجیت ګانیون هم د دوشنبې په ورځ په نیویارک کې دامنیت شورا غونډې ته د هیواد د وضعیت په هکله وینا کې د افغانستان او پاکستان ترمینځ د جګړې د دریدو غوښتنه وکړه.
هغې د ولسی خلکو په ساتنه په ټینګار سره وویل، چې دغې جګړې بشري او اقتصادي زیانونه اړولي دي، نو دواړو هیوادونو باید خپل اختلافات له دیپلوماتیکو لارو حل کړي.