یونیسف :په منځني ختیځ کې د جګړو زیاتېدو، افغان ماشومانو ته بېړني خطرونه رامینځته کړي

له ایرانه افغانستان ته یوه راستنیدونکې کورنۍ، ارشیف

دماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق یا یونیسف وایي، په منځني ختیځ کې د جګړو زیاتېدو، افغان ماشومانو ته بېړني خطرونه رامنځته کړي دي. دغه سازمان خبرداری ورکوي که له ایرانه افغانستان ته د خلکو ستنېدل زیات شي نو هغه خطرونه به هم ډېر شي چې افغان ماشومان وار له مخه ورسره مخ دي.

داسې مهال چې په منځني ختیځ په ځانګړي ډول ایران کې چې د میلیونونو افغان کډوالو کوربه دی، جګړې زیاتې شوي له ماشومانو د ملګرو ملتونو د ملاتړ وجهي صندوق یا یونیسف پر افغان ماشومان د دې حالت د اغیزو په اړه اندېښنه ښودلې.

یونیسف په یوه اعلامیه کې چې سه شنبه د حوت۱۹ مه د ملګرو ملتونو اړوند ویب پاڼه ریلیف کې خپره شوې ویلي د روانو جګړو زیاتوالي، افغان ماشومانو لپاره بېړني خطرونه رامنځته کړي دي.

په اعلامیه کې راغل، هغه کورنۍ چې له اسلام کلا او نورو سرحدي لارو نه له ایرانه افغانستان ته داخلیږي ډېری یې د ناڅاپي او سخت سفر وروسته اندېښمنې دي او نه پوهېږي چې له ستنېدو وروسته په خپل هیواد کې له کومو ستونزو سره مخ کیږي.

یونیسف خبرداری ورکړی چې له تمې سره سم که له ایرانه افغانستان ته د خلکو ستنېدل زیات شي نو هغه خطرونه به هم ډېر شي چې افغان ماشومان وار له مخه ورسره مخامخ دي.

د ملګرو ملتونو دغه اداره وايي ماشومان، په ځانګړي ډول هغوی چې بې سرپرسته وي، د انسان تښتونې به ګډون له لا زیاتو خطرونو سره مخ دي او جدي پاملرنې او ملاتړ ته اړتیا لري.

په همدې حال کې یو شمېر افغانې کورنۍ چې په ایران کې د جګړو له سختېدو وروسته افغانستان ته ستنې شوي وايي دا سفر په ځانګړي ډول د دوی د ماشومانو لپاره خورا سخت و او اوس په افغانستان کې د خپلو اولادونو راتلونکي ته اندېښمن دي.

له ډلې پنځه ورځې مخکې راستون شوي یو افغان چې اوس مهال په کابل کې دی د نوم د نه خپرېدو او غږ د بدلون په شرط یې ازادي راډيو ته وویل:

کله چې دا جګړه پیل شوه موږ ډېر زیات اندېښمن وو، څو ورځې موږ هلته په سختو حالاتو کې ژوند وکړ خو بلاخره مجبور شو چې کور پرېږدو او بېرته افغانستان ته ستانه شو،


" کله چې دا جګړه پیل شوه موږ ډېر زیات اندېښمن وو، څو ورځې موږ هلته په سختو حالاتو کې ژوند وکړ خو بل اخره مجبور شو چې کور پرېږدو او بېرته افغانستان ته ستانه شو، هر څه مو هلته پرېښودل او دلته خالي لاس راستانه شوي یو، زموږ دا سفر ډېر سخت وو، ماشومان ډېر سخت ویرېدلي وو، اوس دلته هم نه پوهیږو چې څه به کوو، او ژوند به څنګه او له کومه ځایه پیلوو، حیران یو."

افغانستان ته یو بل ستون شوی افغان چې ده هم نه غوښتل نوم او غږ یې خپور شي په یو لیکلي پیغام کې ازادي راډيو ته ویلي د امنیتي ستونزو له امله ایران ته تللی و، خو د جګړو له زیاتېدو او هلته د افغان کډوالو د وضعیت له خرابېدو وروسته مجبور شو چې بېرته افغانستان ته راستون شي.

د ده په وینا اوس اړ دی تر هغه وخته چې په ایران کې وضعیت ښه شي، په پټه په افغانستان کې پاتې شي.

سید خان احمدزی بل افغان چې په ایران کې د جګړې له سختېدو وروسته افغانستان ته راستون شوی او اوس په بغلان ولایت کې اوسیږي ازادي راډيو ته یې وویل:

درې، څلور کاله مو په ایران کې ژوند وکړو، خو اوس چې هلته جنګ و موږ هم له یو امنیتي مرکز سره نږدې اوسېدو او خطر زیات و، له همدې امله له هغه ځایه راووتو او اوس خپل وطن ته راستانه شوي یو.

له ماشومانو د ملګرو ملتونو د ملاتړ وجهي صندوق په خپله تازه اعلامیه کې ټینګار کړی چې دا وضعیت داسې مهال دی چې افغانستان له وړاندې له ګڼو ناورینونو سره مخ دی، او شاوخوا ۱۱ میلیونه ماشومان لا دمخه بشري مرستو ته اړتیا لري.

د دې ادارې په وینا، هغه کورنۍ چې له ډېرو لږو امکاناتو سره بېرته راګرځي، بې‌ځایه کېدل او د راتلونکي په اړه ناڅرګندتیا کولی شي ډېر ژر په دوی کې د خوارځواکۍ او ناروغیو خطر زیات کړي، په ځانګړي ډول د کوچنیو ماشومانو او امیندواره او شیدې ورکوونکو ښځو لپاره.

خو دغه ادارې ویلي خپلو شریکانو سره کار کوي څو په سرحدي لارو او د کډوالو د منلو په مرکزونو کې مرستې زیاتې کړي، خو د نړیوالې ټولنې څخه یې د بشري اړتیاوو د پوره کولو لپاره د مالي مرستو د زیاتېدو غوښتنه هم کړې ده.

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري هم د سه‌شنبې په ورځ خبرداری ورکړی چې په منځني ختیځ کې د جګړو زیاتوالی او د سیمې خرابېدونکی وضعیت ښايي په دې سختو شرایطو کې له ګاونډیو هېوادونو څخه افغانستان ته د افغانانو د بېرته ستنېدو کچه لوړه کړي.

دې ادارې ویلي چې د فبروري له ۲۸مې راهیسې د امریکا او اسرائیلو له خوا پر ایران د بریدونو له پیل وروسته هره ورځ شاوخوا ۱۷۰۰ کسان له ایران څخه افغانستان ته ستانه شوي دي.

دغه شان د ناروې د کډوالو شورا ویلي چې شاوخوا ۴.۴ میلیونه افغان کډوال په ایران کې ژوند کوي او د جګړې له پیل وروسته له سختو ستونزو سره مخ شوي دي.

ازادي راډيو هڅه وکړه چې په ایران کې د افغان کډوالو د اوسني وضعیت په اړه نور معلومات ترلاسه کړي، خو د انټرنېټ او مخابراتي شبکو د پرې کېدو له امله ونه توانېدو.

دا په داسې حال کې ده چې چهارشنبه د حوت ۲۰مه پر ایران د اسرائیلو او امریکا د بریدونو دولسمه ورځ ده.

په دې بریدونو کې د ایران ګڼ ښارونه په ځانګړي ډول تهران په نښه شوی چېرې چې د افغان کډوالو په ګډون په کې میلیونونه کسان د دغه حملو له امله اغیزمن شوي دي.