استرالیا د ایران د فوټبال ۵ ښځینه لوبغاړو ته پناه ورکړه

استرالیا د سې‌شنبې په ورځ د ایران د ښځو د فوټبال ملي ټیم پنځو غړو ته د بشري خواخوږۍ پر اساس ویزه ورکړه. استرالیا دا کار وروسته له هغه وکړ چې دغو ښځو د پناه غوښتنه وکړه.

د دوی په وینا، که بېرته خپل هېواد ته ستنې شي، نو د آسیا جام د یوې سیالۍ په پیل کې د ملي سرود له ویلو د انکار له امله به له ځورونې او قانوني تعقیب سره مخامخ شي.

د استرالیا صدراعظم انتوني البانیز د سې‌شنبې په ورځ په پلازمېنه کانبرا کې یوې خبري غونډې ته وویل: «استرالیایان د دغو زړورو ښځو له سخت وضعیت څخه ډېر متاثره شوي دي.»

البانیز زیاته کړه: «هغوی دلته په امن کې دي او باید دلته د خپل کور احساس ولري.»

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ دې لوبغاړو ته په استرالیا کې د پاتې کېدو دې اجازې ورکولو له امله د البانیز ستاینه کړې ده. هغه په ټولنیزو رسنیو کې لیکلي چې که استرالیا دا لوبغاړې نه وای منلې، نو متحد ایالتونه چمتو وو چې هغوی ومني.