داسې مهال چې یو شمېر امریکايي اتباع لا هم په افغانستان کې د طالبانو په بند کې دي، تازه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو تر کنترول لاندې افغانستان د هغوی هیوادونو په لست کې شامل کړی چې د «ناقانونه یا ناحقه نیونو د ملاتړو هېوادونو» په توګه پېژندل کیږي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي، طالبان د سیاسي امتیازاتو د ترلاسه کولو لپاره ترهګریزې لارې چارې کاروي چې په خبره یې دا ډول چلند به د امریکا د اوسني حکومت په وړاندې اغیزناک تمام نه شي.
نوموړي دوشنبه د حوت ۱۸مه په دې اړه په خپله اېکس پاڼه په یو بیان کې ویلي: «طالبان لا هم ترهګریز تاکتیکونه کاروي، خلک تښتوي چې یا پرې باج واخلي او یا هم د پالیسیو په برخه کې امتیاز ترلاسه کړي، د دې ناوړو لارو کارول باید پای ته ورسېږي.»
هغه ټینګار کړی چې اوس مهال د نیول کېدو د خطر له امله افعانستان د امریکايي وګړو لپاره خوندي نه دی.
روبیو زیاته کړې متحده ایالات د خپلو وګړو د خوشې کېدو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي او طالبان باید هر څه ژر د ډېنس کویل او محمود شاه حبیبي په ګډون ټول امریکايي وګړي چې به خبره یې په غیر قانوني ډول په افغانستان کې نیول شوي خوشې کړي.
خو د امریکا حکومت په دې اړه چې په دې لسټ کې د افغانستان له شاملولو وروسته څه کیږي جزیات نه دي ورکړي.
په همدې حال کې د یرغمل شویو کسانو په چارو کې د امریکا د ولسمشر ځانګړي استازي ادم بوهلر هم له طالبانو نه د بندي امریکايي وګړو د خوشې کېدو غوښتنه کړې او په خپله اېکس پاڼه یې په یو بیان کې چې دوشنبه د حوت۱۸ مه ناوخته یې خپور کړی خبرداری ورکړی چې د طالبانو حکومت باید په دې اړه د امریکا هوډ او اراده و نه ازمايي، ځکه که داسې وکړي نو به خبره یې ښايي د ایران او ونزوېلا له برخلیک سره مخ شي.
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د امریکا وروستی اقدام د تاسف وړ بللی او په یوه اعلامیه کې چې سې شنبه د حوت ۱۹ مه یې په خپره کړې ویلي چې په افغانستان کې هیڅ بهرنی وګړی د معاملې د وسیلي په توګه نه دی نیول شوی.
په اعلامیه کې ادعا شوې چې یو شمېر بهرني وګړي د دې هیواد د نافذه قوانینو نه د سرغړونې په تور نیول شوي او له قانوني مراحلو وروسته په عادی ډول خوشې شوي دي.
د امریکا حکومت له دې وړاندې ویلي چې د افغان الاصله محمود شاه حبیبي په ګډون درې امریکايي وګړي اوس مهال د طالبانو زندانیان دي، خو د طالبانو حکومت په وار وار د محمود شاه حبیبې د زنداني کېدو په اړه ناخبري ښودلې او د دوی په زندانونو کې یې د هغه موجودیت رد کړی دی.
د محمود شاه حبیبي کورنۍ او د امریکا حکومت بیا ویلي دقیق اطلاعات لري چې نوموړی د طالبانو په زندان کې دی.
د محمود شاه حبیبي ورور احمد شاه حبیبي سې شنبه د حوت ۱۹مه ازادي راډيو سره په خبرو کې که څه هم د امریکا د وروستي اقدام په اړه څه ونه ویل خو هیله یې وښوده چې د متحده ایالاتو اوسنۍ رهبري په نورو هیوادونو کې د زنداني شویو امریکايي وګړو د راخوشې کولو جدي اراده لري.
نوموړي وویل:
"موږ یوازې دا غواړو چې زموږ ورور راخوشې شي، په دې برخه کې د ټرمپ حکومت ته یو څه هیله مندي شته ځکه دې حکومت له پیله د امریکايي بندیانو د راخوشې کولو هڅه کړې نو موږ هیله لرو چې د دوی هڅې به زما د ورور د خوشې کېدو لامل شي."
نوموړي یو وار بیا ټینګار وکړ چې ورور یې بې ګناه دی او غوښتنه یې وکړه چې که طالبان فکر کوي هغه مجرم دی باید محاکمه او له ځانه د دفاع حق ورکول شي.
هغه دغه راز وویل فکر کوي چې د ورور روغتیايي وضعیت به یې ښه نه وي او طالبان دې دوی ته له هغه سره د لیدنې یا لږ ترلږه د خبرو زمینه برابره کړي.
په ورته وخت کې د متحده ایالاتو د سنا مجلس د بهرنیو اړیکو د کمېټې ریس جېم رېش هم په خپله اېکس پاڼه په یو بیان کې چې سې شنبه د حوت ۱۹ مه یې خپور کړی خبردارې ورکړی چې طالبان به د خپلو جرمونو سزا وویني.
نوموړي د امریکا د حکومت وروستی اقدام ستایلي او ادعا یې کړې چې طالبانو د امریکايي مالیه ورکوونکو پیسې د خپلو «ترهګریزو کمپاینونو» د تمویل لپاره کارولي او ډېر امریکایان یې بندیان کړي دي.
طالبانو په تېرو څلورو کلونو کې لږ تر لږه پنځه امریکایان راین کوربیټ او ویلیم والاس مککینټي د خان محمد په بدل کې چې امریکا کې د مخدره موادو په تور زنداني وو خوشې کړي. دغه شان جورج ګیلزمن، فې هال په تېر مارچ او امیر امیري هم په تېر سپټمبر کې د طالبانو له بنده خوشې شوي دي.
دا امریکايي بندیان افغانستان ته د یرغمل شویو کسانو په چارو کې د امریکا د ولسمشر د ځانګړي استازي ادم بوهلر او افغانستان لپاره د دغه هیواد د پخواني خانګړي استازي زلمي خلیل زاد له سفر او طالب چارواکو سره له خبرو ورسته خوشې شول.
د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد مخکې نیویارک ټایمز ته ویلي وو، دوی چمتو دي چې دوه امریکایي اتباع خوشې کړي خو هر ډول هوکړه کې باید په ګوانتانامو کې د بندي محمد رحیم برخلیک هم معلوم شي.