حزب الله پر سوریې د توپ ګولۍ ویشتي

د سوریې دولتي خبري اژانس سانا د سې‌شنبې په ورځ راپور ورکړ چې د سوریې د پوځ چارواکو ویلي چې له لبنان څخه د توپ ویشتل شوې ګولۍ د دمشق لوېدیځ ته د سرغایا ښار ته نژدې لګېدلي دي.

د سوریې پوځ د ایران له ملاتړه برخمنه شیعه ډله حزب‌الله تورنه کړه چې د سوریې د پوځ پر پوستو یې بریدونه کړي دي. پوځ همداراز ویلي چې د سوریې او لبنان پر پوله د حزب‌الله د مرستندویو ځواکونو تحرکات لیدل شوي دي.

د پوځ په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي: «د سوریې عربي پوځ به د سوریې پر خاورې هېڅ ډول تېری ونه زغمي.»

دا پېښه په داسې حال کې شوې چې د اسرائیل او حزب‌الله ترمنځ نښتې سختې شوې دي. لبنان تېره اوونۍ وروسته له هغه د منځني ختیځ جګړې ته ور داخل شو چې حزب‌الله د علي خامنه‌يي د وژل کېدو په غبرګون کې پر اسراییل برید وکړ.