د تهران د تیلو په چاڼځایونو او زیرمو برید او پراخ اور

Your browser doesn’t support HTML5

بېګا د ایران په پلازمینه تهران کې د تیلو څو لویو چاڼځایونو او زیرمو اور اخیستی دی. د تهران په شمال لویدیځ کې د شهران د تیلو زیرمې اور اخیستی او لمبې یې زیاتې پورته ځي. همداراز په اقدسیه او سوهانک سیمو کې هم د تیلو زیرمو او چاڼځایونو اور اخیستی. د اسراییلو پوځ ویلي چې دوی په تهران کې د ایران د سپاه پاسداران ځواکونو اړوند د تیلو څو زیرمې هدف ګرځولي دي.

بېګا د ایران په پلازمینه تهران کې د تیلو څو لویو چاڼځایونو او زیرمو اور اخیستی دی.

د ازادي راډیو فردا څانګې ته له تهرانه رسېدلو ویډیوګانو کې ښکاري چې د تهران په شمال لویدیځ کې د شهران د تیلو زیرمې اور اخیستی او لمبې یې زیاتې پورته ځي.

همداراز په اقدسیه او سوهانک سیمو کې هم د تیلو زیرمو او چاڼځایونو اور اخیستی.

د اسراییلو پوځ ویلي چې دوی په تهران کې د ایران د سپاه پاسداران ځواکونو اړوند د تیلو څو زیرمې هدف ګرځولي دي.

د اسراییلو د پوځ د بیان په اساس د تیلو له دغو زیرمو د ایران څو پوځي ارګانو ته تېل وړل کېدل.

"د ایران د بشري حقونو کمپاین" دا ډیپوګانې "ملکي" بللي او لیکلي یې دي چې د ترلاسه شویو راپورونو پراساس، د تیلو دغو زیرمو ته نږدې "د استوګنو او سوداګریزو ودانیو د اور اخیستو په اړه جدي اندېښنې موجودې دي.

ایران هم د اسراییلو او امریکا د بیګانیو بریدونو په ځواب په سعودي عربستان، کوېټ او بحرین کې ډرون بریدونه کړي دي.

سعودي خبر ورکړی چې شپږ ډرونونه یې نسکور کړي. په کوېټ کې بیا نړیوال هوايي ډګر هدف ګرځولی.

بحرین کې د سلمان بندر هدف ګرځول شوی چې ورسره د دې بندر یوه برخه اور اخیستې.