روسیې له طالبانو او پاکستانه د جګړې د درولو غوښتنه وکړه

روسیې د طالبانو له حکومت او پاکستانه وغوښتل چې په خپل منځ کې د نښتو د زیاتېدو مخه ونیسي او خپل اختلافات د خبرو له لارې حل کړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخاروفووا پرون (جمعه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې مسکو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وسله‌والو نښتو د راپورونو له امله اندېښنه لري.

هغې وویل چې په وروستیو ورځو کې په دغو جګړو کې، چې د راپورونو له مخې الوتکې او درنې وسلې هم پکې کارول شوې دي، دواړو لورو ته تلفات اوښتي او ملکي وګړي هم اغېزمن شوي دي.

زاخارووا زیاته کړه چې په اغېزمنو کسانو کې هغه افغان کډوال هم شامل دي چې په وروستیو کې له ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړي ډول له پاکستان او ایران څخه بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

هغې له دواړو لورو وغوښتل چې د تاوتریخوالي د لا زیاتېدو مخه ونیسي او خپل اختلافات د متقابل درناوي پر بنسټ له ډیپلوماتیکو لارو حل کړي.

روسیې دا غوښتنه په داسي حال کې کړې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د نښتو لس ورځې پوره کېږي او دواړه لوري یو بل ته د درنو مرګ ژوبلو د اړولو ادعاوې کوي.