د طالبانو او پاکستان تر منځ د شخړو له زیاتېدو سره په ننګرهار کې د کورنیو بې ‌ځایه کېدل

Your browser doesn’t support HTML5

د طالبانو او پاکستان تر منځ د شخړو له زیاتېدو سره په ننګرهار کې د کورنیو بې ‌ځایه کېدل

د تورخم دروازې ته نږدې د ننګرهار پر سرحدي ولسوالیود پاکستان د هوايي بریدونو له امله لسګونه کورنۍ له خپلو کورونو وتلې او د لعل ‌پور کمپ ته یې پناه وړې ده. د سیمې د اوسېدونکو په وینا، نښتې د اوونۍ په وروستیو کې د تراویح له لمانځه وروسته پیل شوې او څو ساعته یې دوام وکړ.

له بلې خوا د طالبانو د حکومت او اسلام‌ اباد تر منځ د کړکېچ له زیاتېدو سره دواړه لوري د دغو بریدونو د هدفونو په اړه بېلابېلې څرګندونې کوي. پاکستان وايي چې د تحریک طالبان پاکستان او د داعش خراسان څانګې اړوند مرکزونه یې په نښه کړي، خو طالبان دا ادعا ردوي.