ټرمپ وایي هر څوک چې د ایران مشر شي، وبه وژل شي

په داسې حال کې چې د امریکا او اسراییل له خوا پر ایران د بریدونو شپږمه ورځ پوره کېږي او د دې احتمال په اړه خبرې کېږي چې ښايي مجتبی خامنه‌يي د خپل پلار ځای ونیسي، د امریکا ولسمشر ډونالډ ترمپ ټینګار کړی چې امریکا او اسراییل په دې جګړه کې په ډېر قوي دریځ کې دي او هر څوک چې د ایران د اسلامي جمهوریت مشر وټاکل شي، وبه وژل شي.

له بلې خوا د چهارشنبې په ورځ د امریکا د متحدوایالتونو سناجرګې هغې طرحې ته مثبتې رأیې ورنه کړې چې هدف یې پر ایران د امریکا د پوځي عملیاتو د دوام مخنیوی و.

دا طرحه د ډیموکرات ګوند د سناجرګې د اقلیت مشر چاک شومر په نوښت د سناتورانو ټیم کین او اډم شیف او او همداراز د جمهوريپال سناتور رنډ پال له خوا وړاندې شوې وه.

د دې طرحې هدف دا و چې د ډونالډ ټرمپ حکومت اړ کړي څو پر ایران روان پوځي عملیات ودروي، خو د طرحې له رد کېدو سره د ټرمپ ادارې ته په رسمي ډول دا فرصت برابر شو چې خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي.

د امریکا ولسمشر د چهارشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې د ټکنالوژۍ د شرکتونو له یو شمېر مدیرانو سره د لیدنې پر مهال وویل:

«موږ اوس په ډېر قوي موقف کې یوو او د هغوی (ایران) مشري په چټکۍ سره له منځه ځي. هر څوک چې داسې ښکاري چې غواړي مشر شي، بالاخره به ووژل شي.»

ډونالډ ټرمپ دا هم وویل چې د تهران د بالستیک توغندیو زېرمه په چټکۍ سره له منځه وړل کېږي او د ایران پوځي وړتیا ورځ تر بلې کمزورې کېږي.