د امریکا پوځي چارواکو د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې په تازه بریدونو کې یې د ایران د سپاه پاسداران د قوماندانۍ مرکزونه، د ایران هوايي دفاعي سیستمونه، او همداراز د توغندیو او بېپیلوټه الوتکو د توغولو اډې له منځه وړي دي.
د امریکا مرکزي قوماندانۍ یا سینټکام پر ایکسپاڼه په یوه پیغام کې لیکلي: «د امریکايي ځواکونو په پرلهپسې عملیاتو کې د سپاه پاسداران د قوماندانۍ او کنټرول تاسیسات، د ایران د هوايي دفاع وړتیاوې، د توغندیو او ډرونونو د توغولو اډې او پوځي هوايي ډګرونه له منځه وړي دي.»
په همدې وخت کې، سپاه پاسداران اعلان وکړ چې د سېشنبې په سهار یې د بحرین د شیخ عیسی په سیمه کې د امریکا پر هوايي اډې د «بې پېلوټه الوتکو او توغندیو بریدونه» کړي دي.
د ایران رسمي خبري اژانس ایرنا د سپاه پاسداران له قوله راپور ورکړی چې په دې برید کې ۲۰ بې پېلوټه الوتکې او درې توغندي توغول شوي او ادعا یې کړې چې «د اډې د اصلي قوماندانۍ مرکز» له منځه وړل شوی، خو دغه ځواک د خپلې ادعا کوم ثبوت نه دی وړاندې کړی.