د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ تازه نښتو مرګژوبله اړولې ده

انځور له ارشیف څخه

په افغانستان کې د طالبانو حکومت او پاکستان ترمنځ د نښتو او هوايي حملو دوام.

تازه دوشنبه د حوت ۱۱مه له ختیځ ولایت کونړ نه د ملکي مرګ ژوبلې راپور ورکول شوی دی.

په کونړ کې د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلوېزیون خبر ورکړی چې د حوت ۱۰مه د ورځې نږدې ۱۰ بجې د دې ولایت په خاص کونړ ولسوالۍ پاکستاني ځواکونو د توپ مرمۍ ورولي چې له امله یې درې ماشومان وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

دا ملکي وګړي وو، نظامیان نه وو، پاکستان تل عام ولسي وګړي په نښه کړي دي، موږ له نړیوالې ټولنې غواړو چې له پاکستانه د ملکي وګړو د وژنې پوښتنه وکړي
د کونړ اوسیدنکی

د خاص کونړ ولسوالۍ د هجرت اباد کلي یوه اوسېدونکي میر زمان ازادي راډيو سره په خبرو کې له نړیوالې ټولنې وغوښتل د ملکي مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره په پاکستان فشار راوړي.

نوموړي وویل، "دا ملکي وګړي وو، نظامیان نه وو، پاکستان تل عام ولسي وګړي په نښه کړي دي، موږ له نړیوالې ټولنې غواړو چې له پاکستانه د ملکي وګړو د وژنې پوښتنه وکړي."

په دې سره د طالبانو حکومت د رسمي شمېرو له مخې د روانې فبرورۍ له ۲۱مې د مارچ تر ۲مې د روانو نښتو له امله په افغانستان کې د وژل شویو ملکیانو شمېر ۵۸ او د ټپیانو شمېر ۷۱ ته ورسېده.

د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت مخکې ویلي چې په قربانیانو کې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.

پاکستان بیا د دغه نښتو له پیله تر اوسه له زرو د ډېرو طالب سرتېرو د وژل کېدو او ټپي کېدو ادعا کوي.

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ په خپله اېکس پاڼه په یو بیان کې چې دوشنبه د حوت ۱۱مه خپور شوی ادعا کړې چې د مارچ تر دوهمې پاکستاني ځواکونو په افغانستان کې په ۵۱ سیمو حملې کړي چې په کې یې پوځي تجهیزات هم له منځه وړي دي.

دې سره هم مهاله بیا د طالبانو دفاع وزارت ادعا کړې چې په پاکستان کې یې یو شمېر مهم پوځي مرکزونه په نښه کړي.

په دې اړه نور: طالبان وايي په پاکستان کې یې په ځینو سیمو هوايي بریدونه کړي

دې وزارت تازه دوشنبه د حوت ۱۱مه ادعا کړې چې پکتیکا د شکین ولسوالۍ په امتداد د ډیورنډ کرښې بلې خوا ته یې د پاکستاني ځواکونو هغه زغره وال ټانګ له منځه وړی چې د دغه ولسوالۍ په لور یې مرمۍ توغولې.

د دې وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي په یو ویډیو بیان کې چې په خپله اېکس پاڼه یې خپور کړی ادعا کړې چې د روانو نښتو له پیله تر دې دمه د حوت ۱۱مه یې د دیورنډ کرښې له سلو ډېر پاکستاني عسکر وژلي او ۲۵ پوستې یې ورته له منځه وړې دي.

دې وزارت دغه راز په یو بل بیان کې ادعا کړې چې یکشنبه د حوت ۱۰مه یې د راولپنډۍ نورخان اډه، بلوچستان کوېټه ۱۲ نمبر قول اردو، خیبر پښتونخوا مهمندو ایجنسي خویزو کمپ او ‏غلني پوځي اډو باندې چې مهم پوځي تأسیسات او مراکز دي کارنده هوايي حملې کړي او ډېر زیان یې وراړولی دی.

بېګا د کابل ښار په ځینو سیمو کې ډزې او چاودنې وې، خو دقیق نه پوهېږم کوم ځای، خلک ډېر په وېره کې وي د شپې له لوري او هېڅ نه پوهېږي چې بېګا ته به بیا څه کېږي
د کابل اوسیدنکی

طالبان د دغه حملو لپاره تر ډېره واړه ډرون یا بې بیلوټه الوتکې کاروي.

خو ازادي راډيو د دواړو لورو دا ادعاګانې په خپلواک ډول نه شي تأییدولی.

دا په داسې حال کې ده چې د پلازمېنې کابل شمېر اوسېدونکي وايي، د یکشنبې ماښام یې بیا هم د الوتکو او ډزو غږونه اورېدلي دي.

د کابل ښار د ۲۲مې ناحیې یو اوسېدونکي چې نه یې غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي، ازادي راډیو ته وویل: "بېګا د کابل ښار په ځینو سیمو کې ډزې او چاودنې وې، خو دقیق نه پوهېږم کوم ځای، ځکه دلته نه رسنیو او نه هم خلکو ته اجازه ورکول کېږي چې د پېښې سیمو ته ورشي او خلکو ته معلومات ورکړي، دغسې وضیعت دی نو، خلک ډېر په وېره کې وي د شپې له لوري او هېڅ نه پوهېږي چې بېګا ته به بیا څه کېږي."

د دې ښار یو بل اوسېدونکي بیا په یو لیکلي پیغام کې چې ازادي راډيو ته یې استولی لیکلي، "کابل کې یې دوه درې ځایه بمونه وغورځول، خو د دافع هوا ډزې زیاتې وې."

د طالبانو حکومت د دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي په دې اړه د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه کړې، خو له دې وړاندې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله اېکس پاڼه (پخواني ټويټر) په یو بیان کې چې شنبه د شپې ناوخته خپور شوی و د پلازمېنې اوسېدونکو ته ډاډ ورکړی چې په دې ښار کې د پاکستانۍ الوتکو په وړاندې د دافع هوا فیرونه کېږي او خلک دې اندېښنه نه کوي.

په دې اړه نور: د پاکستان او طالبانو د نښتو دوام؛ تر دې دمه ۱۲۴ افغان ملکیان وژل شوي

په ننګرهار کې بیا یو سیمه ییز خبریال د نوم د نه خپرېدو او غږ بدلون په شرط ازادي راډيو ته وویل چې په تورخم کې بیا هم د دواړو لورو ترمنځ سخته نښته روانه وه.

نوموړي وویل، "سیمه ییزو امنیتي سرچینو موږ ته تأیید کړه چې بېګا په تورخم کې بیا هم سخته نښته روانه وه او د کرښې بلې غاړې ته د پاکستاني ځواکونو ګڼې پوستې له منځه وړل شوې دي، دلته په جلال اباد کې یو وار بیا د الوتکو غږونه واورېدل شول چې طالبانو پرې د دافع هوا سختې ډزې وکړې."

نوموړي دا هم وویل په ننګرهار کې کرښې ته د نږدې ولسوالیو ډېر شمېر خلک چې د جګړې له وېرې له خپلو سیمو وتلي لا هم بېرته خپلو کورونو ته نه دي ستانه شوي.

دلته په جلال اباد کې یو وار بیا د الوتکو غږونه واورېدل شول چې طالبانو پرې د دافع هوا سختې ډزې وکړې

د ډیورند کرښې په اوږدو کې د پرتو یو شمېر نورو سیمو اوسېدونکو هم ازادي راډيو ته وویل چې د جګړې له وېرې یې خپلې سیمې پرېښې دي.

دوی ادعا کړې چې پاکستاني ځواکونو د طالبانو د پوستو پر ځای د دوی کورونه په نښه کول ځکه یې خپلې سیمې پرېښې دي.

د خوست ولایت د علي شیرو – تریزیو ولسوالۍ یوه اوسېدونکي احمدالله چې اوس مهال له خپلې کورنۍ سره د خوست ښار ته کډه شوی ازادي راډيو ته وویل: "مخکې به یې د طالبانو پوستې په نښه کولې، خو اوس د ولسي وګړو کورونه او کلي په نښه کوي، څلور پنځه سوه کورونه راووتل، هېڅ څه مو له ځانونو سره نه دي راوړي، یوازې مو خپل سرونه راوویستل."

په افغانستان کې د طالبانو حکومت او پاکستان ترمنځ دا تاوتریخوالی او نښتې وروسته له هغې زیاتې شوې چې پاکستان د روانې فبرورۍ په ۲۱مه د شپې له لوري په پکتیکا او ننګرهار کې په یو شمېر سیمو کې ملکي وګړي په نښه کړل.

که څه هم د طالبانو حکومت ویلي و چې پاکستان په دې هوايي حملو کې د یوې کورنۍ ۱۸ غړي وژلي او یو شمېر نور یې ټپیان کړي، خو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما د لومړنیو معلوماتو پر بنسټ ویلي و چې په دې پېښه کې ۱۳ تنه وژل شوي او ۷ نور ټپیان شوي دي.

د پاکستان حکومت ادعا کړې وه چې په دې هوايي حملو کې یې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) او د داعش خراسان څانګې اړوند اووه مرکزونه په نښه کړي او ۷۰ تنه یې وژلي دي.

د طالبانو حکومت په وار وار د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په اړه ویلي چې دا د هغه هېواد کورنۍ مسله ده او د افغانستان خاوره د هېڅ هېواد پر ضد نه کارول کېږي.