د پاکستان او طالبانو د نښتو دوام؛ تر دې دمه ۱۲۴ افغان ملکیانو ته مرګژوبله اوښتې

د پاکستان په بریدونو کې یوه ړنګه شوې کلا

په افغانستان کې د طالبانو  او پاکستان حکومت ترمنځ نښتې لا هم روانې دي.  د طالبانو حکومت وايي، تېره شپه بیا هم د ننګرهار په ګډون په خوست او کندهار کې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې سختې نښتې شوي او ملکیانو ته مرګ، ژوبله اوښتې ده. له دې سره په تېرو نږدې اته ورځو کې په افغانستان کې د پاکستان د هوايي او ځمکنیو حملو له امله د رسمي شمېرو له مخې د ولسي مرګ ژوبلې شمېر ۱۲۴ تنو ته ورسېده.

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت او پاکستان ترمنځ د نښتو په دوام تازه د یکشنې شپه هم د ډیورنډ کرښې په اوږدو د سختو نښتو او دغه شان په ننګرهار او پکتیا کې د ملکي مرګ ژوبلې راپورونه ورکړل شوي دي.

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمد الله فطرت یکشنبه د حوت ۱۰مه په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې تېره شپه د ننګرهار په غني خیلو کې د پاکستان ځواکونو بې پیلوته الوتکې په یو کور برید کړې چې له امله یې یو ماشوم او یو سپین ږیری وژل شوي او د یوې میرمنې په ګډون دوه تنه ټپیان شوي دي.

نوموړي لیکلي چې دغه شان د پکتیا په ډنډ پټان کې په یو کور د پاکستاني ځواکونو دهاوان مرمۍ د لګېدنې له امله یې یو کس وژل شوی او یو بل ټپی شوی دی.

له دې سره د روانې فبرورۍ له ۲۱ مې د مارچ تر لومړۍ په نږدې اته ورځو کې په افغانستان کې د پاکستان د هوايي او ځمکنیو حملو له امله د رسمي شمېرو له مخې د ملکي مرګ ژوبلې شمېر ۱۲۴ تنو ته ورسېد.

په دې کې ۵۵ کسان وژل شوي او پاتې نور یې ټپیان شوي دي.

د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت شنبه د حوت په نهمه په خپله ایکس پاڼه لیکلي وو، چې ۵۲ کسان وژل شوي او ۶۶ نور ټپیان شوي دي.

خو د پاکستان حکومت له دې وړاندې په روانو نښتو کې د ملکي مرګ ژوبلې راپورونه رد کړي او ادعا یې کړې چې دوی تر ډېره په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان مرکزونه په نښه کړي او هغوی ته یې پراخه مرګ ژوبله اړولې ده.

په همدې حال کې د ننګرهار د غني خیلو ولسوالۍ یوه اوسېدونکي جان محمد ازادي راډيو ته وویل، شنبه د شپې نږدې یولس بجې یې د خوريي یو زوی د پاکستان په هوايي برید کې ووژل شو:

بیګاه د شپې یولس بجې پاکستاني الوتکو بم راوغورځاوه، زما د خوريي یو زوی یې شهید کړ او بل ټپي شو.
د ننګرهار د غني خیلو ولسوالۍ یو اوسېدونکی جان محمد

اخوا د پلازمینې کابل یو شمېر اوسېدونکي وايي چې بیګاه یې د سختو ډزو او چاودونو غږونه اورېدلي دي.

د کابل د ۲۲ ناحیې یوه اوسېدونکي د نوم د نه خپرېدو په شرط ازادي راډيو ته وویل که څه هم یکشنبه د ورځې وضعیت ارامه دی خو د شپې ډېره ویره خپره شوې وه:

«اوس خو وضعیت نورمال دی، خو بیګاه له ماخوستن وروسته الوتکې ګرځېدې، وروسته بیا د چاودونو او ډزو غږونه اورېدل کیدل، خلک خو طبعا په داسې وضعیت کې وارخطا وي، ښځې او ماشومان ویریږي چې بیګاه ته به بیا څه پېښیږي، نو دا مسایل شته او زموږ هیڅ په وس نه دي پوره نه څوک د پوښتنې شته او نه موږ وسایل لرو چې مخه یې ونیسو.»

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله اېکس پاڼه په یو بیان کې چې شنبه د شپې ناوخته خپور شوی د پلازمینې اوسېدونکو ته ډاډ ورکړی چې په دې ښار کې د پاکستانۍ الوتکو په وړاندې د دافع هوا فیرونه کیږي، خو نوموړي د چادونو په اړه څه نه دي ویلي.

د طالبانو د حکومت دفاع وزارت بیا ادعا کړې چې تېره شپه یې یو ځل بیا د ننګرهار، خوست او کندهار په ولایتونو کې د ډیورنډ کرښې ته څېرمه د پاکستاني ځواکونو پوستې په نښه کړي دي او په خبره یې هغوی ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

په خوست کې د طالبانو د ولایتي ادارې ویاند مستغفر ګربز په خپله اېکس پاڼه ادعا کړې چې شنبه د حوت ۹مه د شپې د دوی لیزري ځواکونو د ډیورنډ کرښې بلې غاړې ته پاکستاني ځواکونه په نښه کړي.

نوموړي په خپله اېکس پاڼه یوه ویډیو هم خپره کړې چې په کې وژل شوي کسان ښکاري او ادعا شوې چې دا د پاکستاني وژل شوي ځواکونه دي.

که څه هم پاکستاني لوري تازه د دغه ادعاو په اړه څه نه دي ویلي خو د هغه هیواد د اطلاعاتو وزیر شنبه د حوت ۹مه ادعا کړې وه چې په روانو نښتو کې یې لسګونه طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې او او دغه راز یې د طالبانو لسګونه پوځي او زرغره وال ټانګونه له منځه وړي دي.

خو د دواړو اړخونو ادعاوې ازادي راډيو په خپلواک ډول نه شي تاییدولی.

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت او پاکستان ترمنځ دا تاوتریخوالی او نښتې وروسته له هغې زیاتې شوې چې پاکستان د روانې فبرورۍ په ۲۱مه د شپې د افغانستان د پکتیکا او ننګرهار ولایتونو په سیمو کې هوایي بریدونه وکړل.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یوناما د حوت په څلورمه په یوه اعلامیه کې وویل، لومړني معلومات ښيي چې د ننګرهار په بهسود او خوږیاڼیو کې په دې بریدونو کې دیارلس تنه وژل شوي دي.

خو د پاکستان حکومت ادعا کړې چې دې بریدونو په ننګرهار او پکتیکا کې د تحریک طالبان پاکستان او د داعش د خراسان څانګې اړوند اووه مرکزونه په نښه کړل، چې ۷۰ کسان یې په کې ووژل.

د طالبانو حکومت په وار وار د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په اړه ویلي چې د هغه هیواد کورنۍ مسله ده او د افغانستان خاوره د هیڅ هیواد پر ضد نه کارول کیږي.

د یادونې ده چې د طالبانو او پکستاني ځواکونو تر منځ مخکې هم په وار وار نښتي شوي خو دا ځل یې تر ټیرو ټولو هغو شدیدې دي.