د دیورند کرښې په اوږدو کې په پکتیا او ننګرهار ولایتونو کې د چهارشنبې د ماښام له نښتو وروسته وضعیت ارام دی.
د ننګرهار ولایت په دوربابا ولسوالي کې قومي مشرانو ازادي راډیو ته وویل چې پرون (چهارشنبې) د طالبانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ پر دیورند کرښه نښتې وشوې چې د شپې تر ناوخته یې دوام درلود. همداراز د ننګرهار په مومند درې ولسوالي او د پکتیا په ډنډ پټان ولسوالي کې هم د دیورند کرښې په اوږدو کې نښتې شوي دي.
د افغانستان په ختیځ کې د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو ویندوی وحیدالله محمدي تایید کړه چې نښتې تایید کړې خو د مرګ ژوبلو په اړه یې څه ونه ویل.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی وروسته له هغه بیا زیات شو چې د یکشنبې په ورځ پاکستاني الوتکو په ننګرهار او پکتییکا کې بمبارۍ وکړې او د ملګروملتو په وینا په نتیجه کې یې ۱۳ ملکیان ووژل شول.