جاپان یو وار بیا له افغانستان سره بشري مرسته اعلان کړه

د ملګروملتو د ماشومانو د ملاتړ ادارې، یونسیف نن اعلان وکړ چې جاپان د ۴.۴ میلیون ډالرو بشري مرستې ژمنه کړې ده، او په دې پیسو به شاوخوا ۶۰ زره کسانو ته، چې نیمایي یې ماشومان دي، ژوند ژغورونکي خدمات وړاندې شي.

دا مرسته په داسې حال کې کېږي چې بشري کړکېچونه او جبري کډوالۍ زیاتې شوې دي.

یونیسف تایید کړې چې د جاپان له لوري ورکړل شوې دا ۴.۴ میلیون ډالره به د افغانستان هغو خلکو ته د بیړنیو او حیاتي خدمتونو په برابرولو ولګول شي چې د طبیعي پېښو او بیړنیو حالاتو له امله زیانمن شوي دي.

د دې بودجې له لارې به مستقیم ډول ۶۰ زره کسانو ته مرسته ورسېږي، چې له دې ډلې به کابو ۳۰ زره ماشومان د روغتیا، تغذیې او ساتنې مهم خدمات تر لاسه کړي.

په ۲۰۲۵ کال کې له ایران او پاکستان څخه تر ۲.۸ میلیونه زیات افغانان هېواد ته راستانه شوي، چې ۶۰ سلنه یې ښځې او ماشومان دي. دې چارې پر بشري مرستو او خدمتونو لا زیات فشار راوستی دی.

پرله‌پسې کړکېچونو د افغانستان د ماشومانو د ساتنې سیستمونه کمزوري کړي دي. د یونیسف د راپور له مخې، د ۲۰۲۵ کال له جنورۍ څخه تر نوومبر پورې یوازې یا له کورنیو بېل شوي ۱۳ زره ۸۹ ماشومان پېژندل شوي، چې دا د تېر کال پرتله ۵۰ سلنه زیاتوالی ښيي.