ډونالډ ټرمپ وايي، غوره بولي چې له ایران سره هوکړه وکړي، خو که داسی ونه شي، بدې پایلې به لري

د امریکا ولسمشر ډونالډ ترمپ یو وار بیا وویل چې غوره بولي چې له ایران سره اتومي موافقه وشي خو که داسي ونه شي دا به د ایران لپاره بده وي.

د امریکا ولسمشر وايي چې دې ته ترجیح ورکوي چې له ایران سره د دغه هیواد د اتومي پروګرام په اړه هوکړې ته ورسېږي، نه دا چې بې‌هوکړې پاتې شي. هغه پر ایران له برید سره د امریکا د پوځ د لوی درستیز د مخالفت راپورونه رد کړل.

ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ، د حوت په څلورمه، په خپله ټولنیزه شبکه سوشل ټروت کې ولیکل: «خو که هوکړې ته ونه رسېږو، هغه ورځ به د [ایران] لپاره ډېره بده وي او له بده مرغه د ایران د خلکو لپاره هم؛ ځکه هغوی لوی او فوق‌العاده خلک دي او دا ډول څه باید هیڅکله ورسره نه وای شوي.»

له بلې خوا د جمهوري‌پال ګوند یو جګپوړی سناتور لیندسي ګراهام، د سویس په جنیوا ښار کې د ایران او امریکا د نویو خبرو تر پیلېدو وړاندې، د ایران پر وړاندې د ډیپلوماسۍ د کارولو له امله د ډونالډ ټرمپ د هڅو ستاینه وکړه او ویې ویل: «باید درک کړو چې له یوه غیرصادق لوري سره مخامخ یو.»

هغه د اسلامي جمهوریت د مشر په اړه په تازه څرګندونو کې وویل چې هیڅ هوکړه د ایران د مشر «ماهیت» بدلولی نه شي.

ګراهام په ایکسپاڼه کې په یوه پوسټ او همدارنګه له امریکايي سیاسي شنونکي او ویاند شان هنېټي سره په مرکه کې، ټینګار وکړ چې «په پای کې باید آیت‌الله له منځه یوسو.»

په همدې حال کې، په واشنګټن کې مېشت د بشري حقونو بنسټ HRANA (هرانا) د مرغومي میاشتې په اعتراضونو کې د څه باندې اووه زره وژل شویو کسانو هویت له جزییاتو سره خپور کړ.

په دې راپور کې چې «سور ژمی» نومول شوی، د ۷۰۰۷ وژل شویو کسانو نومونه، د هغوی د هویت جزییات، د وژل کېدو نېټه او هغه ښار چې پکې وژل شوي، خپاره شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ایران د ولسمشر دفتر د مرغومي د اعتراضونو د ۲۹۸۶ وژل شویو کسانو د مشخصاتو لېست خپور کړی او ویلي یې دي چې د ټولو وژل شویو شمېر لا هم «۳۱۱۷» تنه دی. د ۱۳۱ کسانو د توپیر لامل یې «د ځینو کسانو ناپېژندل شوی هویت او د ځینو نورو د تذکرو د ثبت له سیسټم سره نه سمون» بللی دی.

له ایران څخه راپورونه ښيي چې د تهران په یو شمېر پوهنتونونو کې د پرله‌پسې څلورمې ورځې په مخه بیا اعتراضي غونډې پیل شوې دي.

د «متحدو محصلینو» ټیلیګرام چینل د سې‌شنبې په ورځ، د حوت په پنځمه، په الازهرا پوهنتون کې د تحصن د پیل خبر ورکړی او زیاته کړې یې ده: «ځپونکي ځواکونه او بسیجیان د دې لپاره هلته حضور لري چې د دوی د تحصن مخه ونیسي.»