د «صفري واحدونو» زرګونه افغان پخوانیي غړي چې اوس په متحده ایالاتو کې مېشت دي، د امریکا د دولت لخوا د کډوالۍ اړوند وروستیو پرېکړه له امله له بې برخلیکه وضعیت سره مخ دي.
امریکايي رسنیو له دې ډلې نیویارک ټایمز د دوشنبې په ورځ په یو راپور کې په امریکا کې د مېشتو یو شمېر دغو قطعاتو پخوانیو غړو په حواله ویلي چې دې افغانانو چې وړاندې په افغانستان کې د متحده ایالاتو د اسخباراتو مرکزي ادارې «سي ای اې» سره هم کار کړی دی، اوس یې ډېری په امریکا کې له اندېښنو او وېرې سره مخ دي.
د پخوانیو افغان کمنډو ځواکونو یو انځور
د نیویارک ټایمز د راپور په ټکو، د «صفري قطعاتو» کابو ۱۰ زره غړي او د هغوی کورنۍ د افغانستان د تېر جمهوري نظام تر سقوط وروسته متحده ایالاتو ته انتقال شوي دي.
د دې راپور له مخې، وړاندې افغانستان کې د جګړې پر مهال دې واحدونو د سي آی اې په مستقیم ملاتړ مهم نظامي او استخباراتي عملیات ترسره کړي او د طالبانو او نورو ډلو سره په مبارزه کې یې مرکزي رول لوبولی دی.
راپور کې راغلي چې متحده ایالاتو ته له رسیدو سره سم، د دې پخوانیو ځواکونو ډیری غړي د کډوالۍ له ننګونو سره مخ شوي دي، د دوی لنډمهالې مېشتندنې دوی له باثباته کارموندنې او عادي ژوند کولو راګرځولي دی.
نیویارک ټایمز لیکي چې په واشنګټن ډي سي کې د ملي ګارد په سرتیرو له ډزو وروسته د دې ډلې په لور د خلکو پام زیات شو، چې پکې د دې واحدونو یو پخوانی غړی رحمت الله لکڼوال د شکمن په توګه وپیژندل شو.
دا هغه څه دي چې په متحده ایالاتو کې د دې واحدونو یو شمیر غړو او د پخوانیو کومانډو او افغان پوځیانو پخوانیو مسولینو هم ازادي راډیو سره خبرو کې تایید کړل.
په واشګټن کې مېشت یو پخواني افغان کومانډو قوماندان چې د موضوع د حساسیت له امله یې نه غوښتل نوم یې راپور کې خپور شي، په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:
دې مسلې د افغانانو اړوند وضعیت کې بدلون راوستی دی، ځکه دا «برید» د یو هېواد لپاره لوی ګواښ او خطر دی، نو طبعاً چې (چلند کې یې) اغیزې پرېښې دي، دا واقعي ده چې که چا افغانستان کې ان وزارت درلود یا که څوک قوماندان هم و دلته څوک هغه دنده نه ورکوي، دلته عادي ژوند کوي ډېر داسې کسان شته چې یا ټکسي چلوي یا عادي سکیورټي ګاردان دي.یو پخوانی افغان کمانډو سرتیری چې اوس امریکا کې دی
دغه شان په ویرجینا ایالت کې مېشت د دې واحدونو یو پخواني لوړ پوړي قوماندان او د افغانستان د تېر جمهوري نظام پرمهال د خاصو قطعاتو او کورنیو چارو وزارت یو چارواکي چې د موضوع د حساسیت له امله یې نه غوښتل نوم یې راپور کې خپور شوي، د غږ بدلولو په شرط ازادي راډیو سره مرکه کې وویل چې روان وضعیت دی د خپلو پخوانیو ملګرو وضعیت اړوند سخت اندېښمن کړی دی:
"دلته که څه هم دوی او کورنۍ یې ډوډۍ یا نور امکانات لري خو دا چې د اوسېدو قانوني اسناد یا کارت نه لري او وروسته له هغه چې د لکڼوال په شان د دې قطعاتو یو غړي هغه عمل «برید» وکړ نو امریکا وېرېږي چې ممکن دوی کې هم څوک ورته عمل وکړي نو اوس یې د دوی پر اسنادو جدي غور پیل کړی چې دا خپله یو لوی تشویش دی،له همدې امله دا چې د امریکا د دولت لخوا د غیر قانوني کډوالو ایستلو لړۍ روانه ده دوی سره دا تشویش دی چې ممکن دوی هم هغه ډله کې برابر کړي، دې اندېښنو په رواني لحاظ دوی سخت اندېښمن کړي."
دا پخوانی افغان چارواکی وایي چې که څه هم ځینې دا افغانان په محدوده توګه په ځینو برخو کې په عادي کارونو بوخت دي خو دا چې د استوګنې قانوني اسناد یې لا بشپړ شوي نه دي، له بې ثباته حالته ځورېږي.
هڅه مو وکړه په دې اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو ویاندې الیزابت سټیکني نظر هم ولرو، خو نوموړې د راپور تر خيرېدو د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.
د یادونې ده چې دا اندېښنې په واشنګتن ډي سي کې سپینې ماڼۍ ته نږدې د امریکا د ملي ګارډ په دوو غړو د رحمن الله لکڼوال په نوم د یو افغان وګړي چې د ان بي سي شبکې د راپور پر بنسټ لس کاله یې د افغانستان په پوځ کې د امریکایي ځانګړیو ځواکونو د عملیاتو په ملاتړ خدمت کړی و له حملې وروسته مطرح کېږي.
د سارا بکسټروم او انډرو وولف ګډ انځور
لکڼوال د تېرې نومبر میاشتې په ۲۶مه د امریکا د ملي ګارډ دوه سرتیري سارا بکسټروم او انډرو وولف په ډزو وویشتل چې بیا ونیول شو.
سارا وروسته د سختو ټپیونو له امله په روغتون کې ساه ورکړه او انډرو وولف بستري شو.
دغه پېښې په امریکا کې پراخ غبرګونونه راوپارول.
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د نومبر په ۲۶ په واشګټن کې پرېکړه وکړه چې امریکا ته د ټولو افغانانو د کډوالۍ د هر ډول دوسیو پروسس او وځنډوي.
ټرمپ د خپلو دې اقداماتو په دفاع کې ویلي وه چې د افغانانو په ګډون د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو امریکا ته د کډوالۍ بهیر تر هغه ځنډوي څو چې د امریکا امنیت او د امریکایانو د شتمنۍ د خوندیتوب په اړه یې ډاډ نه وي تر لاسه کړی.
دا په داسې حال کې ده چې د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ په لویه کچه د افغانانو کډوالي متحده ایالاتو ته محدوده کړې، چې د صفر واحد پخوانیو غړو قانوني استوګنې بهیر یې نور هم پیچلی کړی دی.
د نیویارک ټایمز د راپور له مخې، ډیری پخواني سرتېري او پوځیان لاهم د جګړې اړوند له رواني اغیزو رنځ وړي او که چیرې دوی افغانستان ته ستانه کړل شي نو د طالبانو له احتمالي ګواښونو سره به مخ شي، هغه څه چې دې پوځیانو یې په اړه اړه ازادي راډیو سره خبرو کې اندېښنه ښودلې ده.
د یادونې ده چې د بېلابېلو ځانګړو قطعانو دا افغان پخواني غړي، پوځیان، قوماندان، مسولین او د دوی کورنۍ ځینې یې د کډوالۍ بنسټونو او د «سي آی اې» پخوانیو اړیکو په ملاتړ په امریکایی ټولنه کې د مېشتنېدنې په هڅو کې دي چې د یاد راپور په ټکو، د ځینو دوی اوږدمهاله راتلونکی ناڅرګند دی.
داسې مهال چې ډېری داسې افغان پخواني پوځیان چې د امریکا په ملاتړ دریمو هېوادونو په ځانګړې توګه قطر ته انتقال شوي لا هم امریکا ته انتقال په تمه او له ګڼو اندېښتو سربېره له سختو ننګونو سره لاس او ګرېوان دي.