د فبروري ۲۱ مه د مورنیو ژبو نړیواله ورځ

یو شمېر بهر میشتې افغان کورنۍ وایي، د خپلو ماشومانو د ژبې او کلتوري هویت د ساتنې لپاره یې هغوی د مورني ژبې په انلاین کورسونو کې شامل کړي دي. د زده‌کړو د برخې یو شمیر پوهان وایي، هغه ماشومان چې خپله مورنۍ ژبه په سمه توګه زده کړي، د نورو ژبو په زده‌کړه کې هم ښه وي.

محبوب له څلور کلونو راهیسې په جرمني کې ژوند کوي، دی وایي:

«کله چې جرمني ته راغلو، زما تر ټولو لویه اندېښنه دا وه چې اولادونه مې خپله مورنۍ ژبه هیره نه کړي.»

محبوب دوه ماشومان لري، دی وایي، د دې لپاره چې اولادونه یې خپله مورنۍ ژبه هیره نه کړي، د ژبې په انلاین کورسونو کې یې شامل کړي دي.

"دلته په ښوونځي او وړکتون کې په الماني ژبه درس وایي او له خپلو ملګرو سره هم الماني خبرې کوي. موږ په کور کې په خپله ژبه خبرې کوو، دا چې وخت نه لرو او په کار بوخت یو، نه شو کولای په منظم ډول درس ورکړو. له همدې امله مو ورته انلاین کورسونه نیولي، څو مورنۍ ژبه ښه زده کړي، املا او انشا زده کړي او ژبه یې وساتل شي. زما په اند که مورنۍ ژبه وساتل شي، نو هویت او کلتوري ریښې هم ژوندۍ پاتې کېږي."

فرشته، چې د دوو ماشومانو مور ده او له پنځو کلونو راهیسې په امریکا کې ژوند کوي، هم اندېښنه لري چې ماشومان یې د کوربه هېواد د ژبې په زده‌کولو سره ورو ورو په خپله مورنۍ ژبه د خبرو او لیکلو وړتیا له لاسه ور نه کړي.

دا هم وايي ورته کار یې کړی دی:

" اولادونه مې یو ښوونځي ته ځي او بل په وړکتون کې دی او دلته زده‌کړه په انګلیسي ژبه ده. که څه هم موږ ډېرې هڅې کوو، خو دا چې چاپېریال همداسې دی، موږ ته یو څه ستونزمنه ده. له همدې امله د یوټیوب له لارې هڅه کوم داسې پروګرامونه پیدا کړم چې په پښتو ژبه وي. همدارنګه مې ورته انلاین کورسونه نیولي چې استادان یې په افغانستان کې دي او ماشومانو ته لیک او لوست ورزده کوي، دا کار ډېر ګټور دی."

د مورني ژبې د انلاین کورسونو یو شمیر تنظیموونکي وایي، د کډوالۍ له زیاتېدو سره د مورنۍ ژبې زده‌کړې ته اړتیا هم ډېره شوې او کورنۍ هڅه کوي چې خپل ماشومان له خپلې ژبې او کلتور سره تړلي وساتي.

نرګس واثق، چې په دې برخه کې له افغانستانه فعالیت کوي، ازادي راډیو ته یې وویل:

"دا کورسونه بېلابېلې دورې لري او ځانګړي کتابونه لري، لومړی کتاب، دویم کتاب او همداسې نور. موږ ورو ورو ماشومانو ته زده‌کړه ورکوو؛ لومړی توري، بیا کلمې، وروسته جملې او پاراګرافونه. همداسې مخته ځو تر کومه چې کیسې وشي لوستلی. له شپږ کلونو پورته ماشومان له بېلابېلو هېوادونو نوم‌لیکنه کوي، درس وایي، له یو بل سره خبرې کوي او شعرونه او کیسې لولي."

په ورته وخت کې، د زده‌کړو برخې یو شمیر کارپوهان وایي، د ماشوم د ژوند په لومړیو کلونو کې په مورني ژبه زده‌کړه د هغه په ذهني او تعلیمي وده کې مهم رول لري.

دوی زیاتوي، کوم ماشومان چې خپله مورنۍ ژبه په سمه توګه زده کړي، له خپلې کورنۍ او ټولنې سره قوي اړیکه ساتي.

ډاکټر یحیی وردګ، چې جرمني مېشتو افغانانو ته د مورني ژبې د زده‌کړې په برخه کې فعالیت لري او درسي صنفونه او کتابونه یې ورته چمتو کړي، وایي:

"څېړنې ښيي هغه ماشومان چې په خپلې مورني ژبې زده‌کړه کوي، هوښیار لویېږي او د نورو ژبو او درسي مضامینو په زده‌کړه کې ډېر بریالي وي. هغه ماشومان چې خپله ژبه او کلتور پېژني، په کډوالۍ کې له بې‌هویتۍ سره لږ مخامخ کېږي او دا ډېر ارزښت لري."

نن د فبروري ۲۱ د مورنۍ ژبو له نړیوالې ورځې سره برابره ده. دا ورځ په ۱۹۹۹ کال کې د ملګرو ملتونو د ښوونیز، علمي او فرهنګي یونسکو له لوري ونومول شوه، څو د ژبني تنوع، څوژبني او کلتوري میراث ساتنه وشي.

سره له دې، د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، لا هم نږدې ۴۰ سلنه زده‌کوونکي په نړۍ کې داسې زده‌کړې ته لاسرسی نه لري چې په هغه ژبه وي چې دوی یې ښه درک کوي، او په دې ډله کې بومي ځوانان، کډوال او اقلیتونه تر ټولو زیات زیانګالي دي.

د ۲۰۲۶ کال د مورنیو ژبو د نړیوالې ورځې شعار دی « څوژبنۍ زده‌کړو کې د ځوانانو غږ.»

افغانستان، چې بېلابېلې ژبې او ګړدودونه لري، هم له هغو هېوادونو څخه دی چې د راتلونکو نسلونو ترمنځ، په ځانګړي ډول په کډوالو کورنیو کې یې، د مورنیو ژبو ساتنه له جدي ننګونو سره مخ ده.