پاکستان وايي، ممکن په افغانستان کې د «ترهګرو د پټنځایونو» په وړاندې اقدام وکړي

د پاکستان د باندنیو چارو وزارت ویندوی

پاکستان یو ځل بیا په افغانستان کې د وسله والو ترهګرو د پتنځایونو پر وړاندې د اقداماتو خبرداری ورکوي.

د دغه وزارت ویاند طاهر اندارابي د پنجشنبې په ورځ «د فبرورۍ په ۱۹مه» په خپله اوونیزه خبري غونډه کې خبریالانو ته وویل، هېواد یې حق لري، چې د باجوړ ولسوالۍ کې تر مرګوني برید وروسته دا اقدام وکړي.

نوموړي دا هم وویل، چې اسلام اباد په وار وار له افغان چارواکو غوښتنه کړې چې د افغانستان به خاورې د پاکستان پر وړاندې د بریدونو مخنیوی وکړي خو په خبره یې افغان طالبانو په دې اړه مثبت ځواب نه دی ورکړی.

ده د پاکستان د دفاع وزیر د تېرې اونۍ هغه خبرې تایید کړې چې په کې پر افغانستان د حملې خبرداری ورکړل شوی و:

" موږ په صبر کولو سره، ټول انتخابونه په څرګنده توګه په میز کې ساتو، خو موږ نه شو کولای چې اجازه ورکړو زموږ خلک په بې رحمانه ډول ووژل شي، نو موږ د ځان د دفاع لپاره د مشروع حق په چوکاټ کې د هر ډول اقدام حق لرو، هغه حق چې موږ ته د ملګرو ملتونو د منشور ۵۱مې مادې راکړی، او هر هغه اقدام چې موږ یې د دې ترهګرو په وړاندې کوو په اصل کې به زموږ د ځان د دفاع حق او زموږ د بې ګناه ملکي وګړو او زموږ د امنیتي ځواکونو د ژوند د ساتنې لپاره وي."

طاهر اندرابي وړاندې وویل چې باجوړ کې تر برید ورسته، په پاکستان کې د بریدونو په اړه اندېښنې مخ په زیاتېدو دي خو خبرداری یې ورکړ چې د پاکستان صبر نامحدود نه دی.

هڅه مو وکړه د نوموړي د دې څرګندونو په اړه د طالبانو د حکومت نظر ولرو خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د راپور تر خپرېدو د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.

خو د طالبانو حکومت دا تورونه تل په کلکه رد کړي چې ګواکې (ټي ټي پي) افغانستان کې موجود او د دغه هیواد خاوره د پاکستان پر ضد کاروي، دوی وایي، ټي.ټي.پي د پاکستان کورنۍ مسله ده او هېڅ چا ته به اجازه ور نه کړي چې د افغانستان له خاوره د بل هیواد پر ضد وکاروي.

د فبروري په ۱۶مه باجوړ کې د ډیروند کرښې ته نږدې د موټر په واسطه په یو ځانمرګي برید کې د پاکستان د امنیتي ځواکونو پوسته په نښه شوه.

پاکستاني چارواکو مخکې ویلي، چې په دې برید کې چې د فبرورۍ په ۱۶مه شوی، د ۱۱ پاکستاني سرتېري ووژل شول.

د دوی په خبره دې پوستو ته نږدې د خلکو د اوسېدو کورونه هم وو چې د چتونو ولېدو له امله یوه ملکي وړه نجلۍ په کې ووژل شوه او اوه تنه ښځې او ماشومان په کې ټپیان شول.

پاکستاني چارواکو دا ادعا هم وکړه، چې یاد برید د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) اړوند وسله والو کار و او هڅه یې کوله چې د پاکستاني ځواکو یوې پوستې ته ننوځي خو په خبره یې، د ډزو له تبادلې وروسته بریدګرو د چاودیدونکو توکو ډک موټر د پوستې دېوال سره وجنګاوه.

پاکستاني چارواکي وایي یاد موټر بم او ډله ییز برید کې ۱۱ پاکستاني سرتیري ووژل شول.

دې برید د دواړو ګاونډیو هیوادونو ترمنځ ډیپلوماتیک کړکیچونه زیات کړل او پاکستان یو ځل بیا د افغانستان له خاورې د دې هیواد په وړاندې د وسله والو ډلو د فعالیت تور ولګاوه، هغه تورونه چې افغان چارواکو مخکې رد کړي دي.

تر هغه وروسته، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ « د فبرورۍ په ۱۹مه» په یو بیان کې وویل چې د چهارشنبې په ورځ یې په اسلام اباد کې د طالبانو حکومت تر کنترول لاندې د افغانستان د سفارت مرستیال احضار او خپل ( شدید احتجاج) یې ور واوروه.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند خپلو تازه څرګندونو کې د سعودي عربستان او ترکیې رول له افغان طالبانو سره په مذاکراتو کې وستایه او ټینګار یې وکړ چې د اسلامې همکاریو سازمان په ګډون د هر هغه هېواد منځګړیتوب ته هرکلی کوي چې د دې دواړو هېوادونو د سولې غوښتونکي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تر د وړاندې د ۲۰۲۵ کال د اکټوبر د لسمې نېټې وروسته د افغانستان او پاکستان تر نښتو وروسته درې ځلې د قطر، سعودي عربستان او ترکیې په منځګړیتوب مذاکرات وشول چې پر اوربند هم په کې توافق وشو خو د دوی د خبرو اترو نور جزییات لا خپاره شوي نه دي او لا هم د پاکستان لخوا په افغانستان کې د ترهګرو د پټنځایونو ادعاوې کېږي او د دواړو حکومتونو تر منځ ناندرۍ روانې دي