طالبانو ویلي چې د بندي امریکايي وګړو په اړه له متحدو ایالتونو سره په خبرو بوخت دي او د حل لارې لټوي.
د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد په یوه غږیز بیان کې چې د دولتي ملي ټلویزیون له لارې خپور شو، وویل: «موږ په دې موضوع له امریکایانو سره خبرې کوو او د حل لارې تر بحث لاندې دي.»
دا څرګندونې وروسته له هغې وشوې چې د افغانستان لپاره د امریکا د چارو سرپرست، ډان براون، چې مرکز یې په دوحه کې دی، وویل طالبان لا هم بندیان د امریکا او نورو هېوادونو پر وړاندې د خبرو اترو د فشار د وسیلې په توګه کاروي.
هغه په اېکسپاڼهکې لیکلي: «نړیواله ټولنه باید له طالبانو سره د دغو ناوړه تاکتیکونو له امله حساب کتاب وکړي.»
امریکايي چارواکو ویلي چې دوه امریکايي وګړي، ډینس کویل او محمود شاه حبیبي، د طالبانو په بند کې دي. کویل ۶۴ کلن دی، د ژبپوهنې څېړونکی او د پوهنتون استاد دی او نژدې یو کال کېږي چې بندي دی. محمود شاه حبیبي د ۲۰۲۲ کال په اګست کې په کابل کې نیول شوی، خو تر اوسه یې د اوسېدو ځای نه دی روښانه شوی او طالبان یې هم په اړه بې خبري څرګندوي.
د یرغمل شوو کسانو د چارو لپاره د امریکا د ولسمشر ځانګړي استازي، اډم بوهلر، مخکې خبرداری ورکړی و چې طالبان باید هغه څه پای ته ورسوي چې نوموړي د یرغمل نیولو ټول ډولونه بللي دي.
همداراز، د ولسمشر ډونالډ ټرمپ مرستیال سلاکار، سباستیان ګورکا، ویلي چې ولسمشر تمه لري طالبان د تښتونو او یرغمل نیولو لړۍ ودروي، که نه نو له عواقبو سره به مخامخ شي.