پاکستان ادعا کوي چې د باجوړ بریګر افغان و

پاکستان ادعا کوي چې په باجوړ کې پر پوځیانو انتحاري بریدکوونکی افغان و.

د روانې فبرورۍ په ۱۶ مه په باجوړ کې د پاکستان د امنیتي ځواکونو پر یوه مرکز په برید کې لږ تر لږه ۱۱ سرتېري ووژل شول. د دې برید مسوولیت ټي ټي پی په غاړه واخیست.

پاکستاني رسنیو نن د خپل هیواد د امنیتي سرچینو د ادعا پر اساس لیکلي چې د دې برید عامل قاري عبدالله نومېده چې د افغانستان د بلخ ولایت اوسېدونکی و.

پاکستان تر دې وړاندې هم د اکثرو بریدونو عوامل افغانان بللي او پر له پسې وايي چې د ټي ټي پي مشران په افغانستان کې دي خو د افغانستان د طالبانو حکومت د پاکستان ادعاوې ردوي او وايي چې پاکستان دې خپلې ستونزې په خپله خاوره کې حل کړي.